د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولین او چارواکي وايي، ممکن سږنی کال آی پي ایل لیګ د هندوستان په ځای په متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کړو.
د دې بورډ د چارواکو په خبره، چې په هند کې لا هم کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په همدې موخه د هند حکومت به اجازه ورنکړې، چې آی پي ایل دې سږ کال هند کې ترسره شي.
خو د هند کرکیټ بورډ بیلابیلو چارواکو تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چي ممکن د آی پي ایل لیګ ۱۳م پړاو په متحده عربي اماراتو او یاهم سریلانکا کې ترسره شي.
د BCCI یا د هند کرکټ بورډ چاروکې وايي:
« د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله هند کې نشې ترسره کولای. نو موږ اړ یو، چې په سریلانکا یا هم متحده عربي اماراتو کې دا لیګ ترسره کړو. موږ لا د دې ځایونو په اړه رسمې پرېکړه نده کړې، خو په ډېر احتمال سره به سږ کال د هندوستان کورنۍ سیالۍ په کوم بل هیواد کې ترسره شي.»
متحده عربي اماراتو او سریلانکا دواړو د سږني کال آی پي ایل کوربتوب ته وار له مخې زړه ښه کړی.
ځکه دې دوو هیوادونو کې کورونا ویروس خورا محدود دی.
د IPL دا ۱۳م پړاو دی، چي د کورونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ شوی.
دا لیګ د ټولو هیوادونو تر لیګونو مخکښ بلل کیږي.
دې لیګ کې درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبېدلې او لا به هم راتلونکو پړاونو کې په بیلابیلو لوبډلو کې ولوبیږي.
د کورونا ویروس د راتګ سره سم ټولې ورزشې لوبې یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې.
د ۲۰۲۰م کرکټ نړیوال جام او د هند آی پي ایل سیالۍ هغه دوه لوی ټورنمنټونه دي، چې په اړه یې تراوسه هیڅ رسمې پرېکړه نده شوې.
که کورونا ویروس نه وای، آی پي ایل به اوس له وخته پای ته رسېدلی وای، خو نړیوال جام لا د اکتوبر میاشتې څخه بیا تر نوومبر میاشتې پورې پلان شوی.