
د هندوستان کرکټ بورډ د IPL ترسره کولو په موخه پر پلانونو پيل وکړ.
یاد بورډ واېې نور نشې کولای د نړیوال جام په اړه د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړې ته په تمه پاتې شي، نو به همدې موخه پر یوه غوره پلان کار کوي تر څو د روان کال په وروستیو کې د هند تجارتې سیالۍ ترسره کړې.
د ټایمز آف انډیا د راپور له مخې هند کرکټ بورډ نور د آی سي سي پرېکړې ته نه په تمه کیږي، بلکې د خپلو تجارتي سیالیو د ترسره کولو لپاره لاس په کار شوي.
د هند کرکټ بورډ خزانه دار آرون دمال د ټایمز آف انډیا سره په خبرو کې ویلې، اوس د دې وخت رارسېدلی، چي هند کرکیټ بورډ خپل پلانونه جوړ کړې.
د آرون دمال په خبره:
«کال په یوه وېرونکي وحشت سره پيل شو او هیڅ ځای ارامتیا نشته. مګر د وخت په تېرېدو سره دا اړتیا پيداکیږي، چې موږ خپلو کارونو ته پام وکړو او ډاډ ترلاسه کړو، چې موږ د هر ډول حالاتو لپاره چمتوالی لرو. کرکټ توپير نلري اوس د دې وخت راغلی، چې کرکټ بورډ خپل پلانونه جوړ او پيل په وکړي.»
ټاکل شوې وه، د هند آی پي ایل سیالۍ په مارچ میاشت کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.
د کرکټ نړیوال جام بیا د روان ۲۰۲۰م د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب پلان شوی، خو د کورونا ویروس له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د ترسره کولو او یا هم نه ترسره کولو په پار تېره جون میاشت کې غونډه لرله، چې روانې جولای میاشت ته یې وځنډوله. خو لا هم نده معلومه چې د نړیوال جام په اړه به څه وخت پرېکړه وشي.
د هند کرکټ بورډ اوس د آی سي سي له دې کارونو په تنګ راغلی او وایې، چې نور د کرکټ نړیوالي شورا پرېکړې ته نه په تمه کیږي او د آی پي ایل ترسره کولو ته پلانونه نیسي.
د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولین او چارواکي وايي، ممکن سږنی کال آی پي ایل لیګ د هندوستان په ځای په متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کړو.
د دې بورډ د چارواکو په خبره، چې په هند کې لا هم کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په همدې موخه د هند حکومت به اجازه ورنکړې، چې آی پي ایل دې سږ کال هند کې ترسره شي.
خو د هند کرکیټ بورډ بیلابیلو چارواکو تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چي ممکن د آی پي ایل لیګ ۱۳م پړاو په متحده عربي اماراتو او یاهم سریلانکا کې ترسره شي.
متحده عربي اماراتو او سریلانکا دواړو د سږني کال آی پي ایل کوربتوب ته وار له مخې زړه ښه کړی.