جذابې میرمنې دا ۱۲ عادتونه لري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى دې جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲ عادتونو غږېدلي يوو:

۱ـ تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې ده.

۲ـ غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې خاوند سره په غيبت کولو تېروم، ولې يې خاوند سره د مينې په کولو تېرو نه کړم!

۳ـ خپل سينګار ته پام کوي. او په کور دننه خپل خاوند ته داسې جامې اغوندي، چې مينه يې زياته شي.

۴ـيوې جذابې ښځې ته خپله اندازه يا سايز معلوم وي، او جامې يې پر خپل سايز برابرې جوړوي.

۵ـ کله چې کومې مېلمستيا ته ځي، نو د ده لپاره چې هغه مهال پرې تنګه رانشي، نو دوه ورځې مخکې خپلې جامې او د خاوند جامې چمتو کوي.

۶ـ په کور دننه د خپل خاوند لپاره ښکلې خوشبويي او عطر وهي، ترڅو د خپل خاوند په ذهن کې يوه نه هېرېدونکې څېره واوسي.

۷ـ ځانته له هوا سره سم جامې غوره کوي، ترڅو جامې يې د هوا سره همغږي ولري. هر ځاى ته د تللو په پام کې نيولو سره جامې اغوندي، ځکه دا تل په پام کې نيسي،چې د چاپيريال او د هغه چاپيريال د خلکو او کلتور جامې اغوستل په اصل کې خپل شخصيت ساتل دي.

۸ـ په نرمښت سره خبرې کوي،خبرو کې بد الفاظ نه وي.

۹ـ نورو سره ښه کوي، ځکه پر دې پوه وي، چې بد کول کومه ګټه نه لري.

۱۰ـ تل نورو ته احترام کوي، ځکه پر دې پوه وي، چې نورو ته احترام کول په اصل کې ځانته احترام کول دي.

۱۱ـ د خپلې خوښې او خسر زړه ساتي، ځکه پوهېږي چې د خاوند د زړور يې خوښې او خسر دي.

۱۲ـ له خداى ځخه وېره لري،عبادت کوي، له دروغو ډډه کوي، او پر دروغو قسم نه خوري.