
ژباړه: عایشه حیدري
د اینسټاګرام کاروونکي د روسیې په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د انسټاګرام د له کاره لوېدو خبر ورکوي.
د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Downdetector سایټ د معلوماتو پر بنسټ چې د انسټاګرام کارونه او د انسټاګرام په چوپړونو کې ستونزې څاري، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د انسټاګرام کارونه له ستونزو سره مخ شوې او دغو ستونزو په اړه د اینسټاګرام د کاروونکو له لوري راپور شوي دي.
دغه ستونزې د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۳۰ دقیقو د نړۍ په ځینو هېوادونو لکه امریکا، بريټانیا، المان او روسیې کې ثبت شوي دي.
د ډاون ډیډکټور د معلوماتو پر بنسټ د انسټاګرام تر ۷۵سلنه کاروونکو د انسټاګرام د لومړنۍ پاڼې له نه پرانيستل کېدو، ۱۳سلنه کاروونکو د ویبسایټ له کار څخه او ۱۰سلنه کاروونکو د سټوري له برخې سره ستونزې درلودلی.