ژباړه: نسیمه محمدي
د هندي مېرمنو ښکلا د ټولو ښځینه وو لپاره یوه پوښتنه ده او که غواړئ د دوی د ښکلا په راز خبر شئ د مطلب لوستل مه هېروئ.
هندي مېرمنې خپله ښکلا د طبیعي موادو پېرزوینه ګڼي هغوی هېڅکله د خپلې ښکلا او ښایست لپاره په کېمیاوي توکو پسې نه ځي، هندي مېرمنې ښکلي وېښته او صاف پوستکی د طبیعي موادو او غوړیو څخه تر لاسه کوي. که ډېر لېواله یئ د هندي مېرمنو د ښکلا له اسرارو خبر شئ له مونږ سره واوسئ.
د ګلاب سره پوستکي ته ښکلا وربښل
ګلاب د هندي مېرمنو په هر ډول سینګار توکو کې پیدا کېږي، ګلاب د مخ پوستکی ځلاند او روښانه کوي او له ټولو ښه دا چې طبیعي مواد دي. د هندي مېرمنو د تازه والي او ښکلا راز د ګلابو کارول دي، چې ښه بوی هم لري. ګلاب د پوستکي روښانه کولو تر څنګ درملنیز خاصیت هم لري.
د کورکمن ماسک
هندیان کورکمن زیات کاروي او ماسک څخه یې هم د پوستکي د ځلا او ښکلا لپاره ګټه اخلي. هغوی په دې باور دي چې کورکمن اضافي وېښتان هم له منځه وړي.
د ګیاهي غوړیو څخه د وېښتو لپاره کار اخېستل
د هندي مېرمنو د ښکلا او ګڼو وېښتو درلودلو راز هم وایو هغوی د ګیاهي تیلو لکه د ناریال له غوړیو څخه د وېښتو د ضخامت او لوړوالي لپاره ګټه اخلي، که چېرې تاسې هم لوړ او پنډ وېښتان غواړئ د ناریال د غوړي کارول مه هېروئ.
نکریزې د وېښتو لپاره
نکریزې لا هم د هندوستان په هېواد کې ډېره کارونه او زیات پلویان لري، هغوی له نکریزو د لاسونو او پښو د ښکلا لپاره ګټه اخلي، همدارنګه د وېښتو د رنګ په توګه یې هم کاروي، چې د وېښتانو د ځلا او ډېروالي لامل ګرځي او د سر پخه له منځه وړي.