لیکنه: مریم صدیقي
د وچو مېوو له ډلې هندي بادام(کاجو) هغه مېوه ده، چې د درملیز او روغتیایي ګټو درلودونکې ده. دا مېوه ډېری په هغو هېوادونو کې کرل کېږي، چې د وچې او ګرمې هوا درولودنکي وي، لکه: هندوستان،کینا، تانزانیا،سریلنکا او داسې نور….
دا وچه مېوه افغانستان ته هم له بهر هیوادونو راځي. او د ښه خوند درلودونکې وچه مېوه ده، مونږ تاسو ته د کاجو له بې شمېرو ګټو څخه ځینې یې په ګوته کړي دي، لکه:
۱ـ د ایټالیاوي ډاکټرانو په وینا، کاجو په سړیو کې د سپرم زیاتوالی راولي.
۲ـ هغه مېرمنې چې اومیندوارې وي، کاجو دې وخوري. ځکه کاجو په اومیندوارو ښځو کې د وینې له کم والي څخه ډډه کوي.
۳ـ کاجو او بادام د داسې خواصو درلودونکي دي، چې د زړه لپاره ګټو دي، او د زړه له حملې څخه مخنیوی کوي.
۴ـ وزن کموي.
۵ـ د ځیګر غوړ لپاره ګټور درمل بلل کېږي.
۶ـ د ښکلا په برخه یې د ګټې دا ویلی شو، چې د انسان د پوستکي ځوان ساتلو کې مرسته کوي.
۷ـ کاجو د خپلو ځانګړو خواصو په درلودلو سره، د فالج حملې مخنیوي کې له مونږ سره مرسته کوي.
۸ـ د ویټامینونو او منرالونو په درلودلو سره زمونږ د وینې کرسټرول کچه برابره ساتي.
۹ـ د ځواني دانو لپاره ډېره ګټوره مېوه ده او ځواني دانې له منځه وړي.
۱۰ـ د انسان د عضلاتو په پیاوړتیا کې ډېره اړینه برخه اخلي.
۱۱ـ د عصبي سیستم ښه والي لپاره غوره خواړه دي.
۱۲ـ د خپلې سلامتیا لپاره په خوړو لېست کې مو د کاجو ورګډول مه هېروئ.
خو دا مه هېروئ، د بل هر خوراکي توکي ډېر مصرف په څېر که چېرې مو د کاجو خوراک کې له حده ډېر زیاتوالی راوسته، نو د داسې ډېرو ناروغیو، لکه: حساسیت،اسهال، ټوخی،د معدې دردونه،د پښتورګو ډبره او داسې نورو ناروغیو لامل کېږي، چې بیا کېدای شي لاعلاجه هم اوسي.