هند : په افغانستان کې ګټې لرو او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح کړې چې هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

امریکایي لوري هم ویلي چې د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

بایډن تېره ورځ په ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته ویلي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.

هغه ټینګار کړی دی چې د القاعدې یا داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان څخه نه دی.

بایډن د ځای له مشخصولو پرته ویلي چې دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی چې د داعش په ګډون د القاعدې او تنظیمي جوړښتونو لپاره پکې زمینه برابره ده.

هغه دغه راز د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو خبره هم کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي