د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.
د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې نن د جمعې په ورځ ماپښین ۲ بجې د هند او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې پیل شي.
ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.
ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کیږي، چې دواړې پکې مخکښي دي.
دې پایلوبې ته د هند اعلان شوې ۱۱ کسیزه لوبډله
هند څو ورځې مخکې دې پایلوبې ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، خو پرون یې بیا ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې نن به د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې ولوبیږي.
ویراټ کوهلي، روهیت شرما، شبمېن ګېل، چیتیشاور پوجارا، اجېنکا رهاني، ریشپ پنټ، رویندرا جدیجا، ایشواین، جسپریت بومرا، ایشانت شرما او محمد شامي.
India have announced their playing XI for #WTC21 Final 👇 pic.twitter.com/tcNpY9o4hc
— ICC (@ICC) June 17, 2021
د نیوزیلنډ اعلان شوې لوبډله
نیوزیلنډ دوې ورځې مخکې خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، خو ۱۱ کسیزه لوبډله یې لا تراوسه نه ده اعلان کړې.
کین ویلمسن، ټام بلینډل، ټام لټام، ډېون کنوې، راس ټېلر، ویل ینګ، کولین ډي ګرانډهوم، بي جي واټلینګ، هنري نیکولاس، ټرینټ بولټ، مټ هنري، کایل جمېسن، اعجاز پټېل، تېم سوتي او نیل واګنر.