د نړۍ تر ټولو پرمصرفه ټاکنې؛ هندي کاندیدان د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د جادوګرانو لمنه نیسي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
هندوستان د نړۍ هغه هېواد اعلان شوی، چې تر بل هر هېواد ډېر یې پر ټاکنو لوړ مالي لګښتونه کیږي.
د دې هېواد د راتلونکې میاشتې ټاکنو په اړه وړاندوینه شوې، چې تر اوو میلیاردو ډالرو پورې لګښت به لري.
په داسې حال کې، چې د امریکا د پېچلو ولسمشریزو ټاکنو لګښت په ۲۰۱۶ کې ۶،۵ میلیارده ډالره و.
ولې ترټولو قیمتي ټاکنې؟
د هند پارلماني ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي، چې پکې له ټولو ایالتونو څخه ۵۴۳ څوکیو ته غړي ټاکل کیږي.
د هند د رسنیزو مطالعاتو د مرکز ریس ان باسکارا رائو ویلي: د دغو ټاکنو لویه برخه لګښتونه پرکمپاینونو کیږي. په کمپاینونو کې بیا ټولنیزې رسنۍ تر هرڅه زیات د پام وړ دي او کاندیدان د دغو رسنیو مطرحو څېرو ته ډېرې پیسې ورکوي، څو په ګټه یې تبلیغات وکړي.
اټکل شوی، چې تر ۵۰ میلیونه هندي کلدارو پورې به کاندیدان یوازې پر ټولنیزو رسنیو ولګوي.
دغو ټاکنو ته ۸ زره تنه کاندیدان دي.
دوی پرټولنیزو رسنیو له لګښتونو اخوا خپلو نورو رایه ورکونکو ته حاضر دي، چې رشوت، غوړې مېلمستیاوې او نور امتیازات ورکړي.

رایه ورکوونکې

انتخابات او خرافات
د هند پولیسو مخکې راپور ورکړی و، چې په یوه جنوبي ایالت کې څو سیاسي رقیبانو د یو بل د ناکامولو لپاره جادوګرانو ته مراجعه کړې ده.
دوی جادوګرانو ته ویلي، چې پر مخالفینو یې (توره جادو) وکړي څو هغوی ناکام او دوی ته د بریالیتوب زمینه مساعده شي.
هند له هغو هېوادونو دی، چې خلک یې پرخرافاتو ډېر باور لري.
د هند نفوس او اداري نظام
هند، چې پلازمېنه یې نوې ډیلي ده، د فیډرالي نظام له لورې اداره کیږي.
دا د نفوسو له پلوه د نړۍ درېیم لوی هېواد دی، مساحت یې تر ۳ میلیونه کیلومتره مربع اوړي او موږ سره په یوه وچه (اسیا) کې موقعیت لري.
د هند نفوس له یوه میلیارد څخه اوړي او له چین څخه وروسته د نړۍ دویم ګڼ نفوسي هېواد دی.
په مذهبي لحاظ د هند ۸۵ سلنه خلک هندوان، ۱۳،۴ سلنه مسلمانان او نور هم د مختلفو مذاهبو پیروان دي.
د مسلمانانو د نفوسو له مخې له اندونیزیا او پاکستان څخه وروسته د نړۍ درېیم لوی مسلمان هېواد هم دی.
هند د نړۍ د دیموکراسۍ مور هم ګڼل کیږي، دلیل یې دا دی چې ټول خلک پکې یو بل زغمي او تبعیض پکې زیات چلښت نه لري.
ولسمشریزې ټاکنې
د هند ولسمشریزې ټاکنې د خلکو په نامستقیمو رایو کیږي، په دې مانا چې د دوی استازي درې مجلسونه ( ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ایالتي پارلمانونه) را ټولیږي او نوماندانو ته رایه ورکوي.
هر نوماند، چې په دغو ټاکنو کې زیاتې رایې ترلاسه کړي، ولسمشر کیږي.
د هند ولسمشري دوه دوره یي ده، یانې ولسمشر په دویم ځل هم کاندید کیدای او تر ۱۰ کلونو دغه دنده پر مخ وړلای شي.
نریندرا مودي

په دې برخه کې که څه ستونزه پیدا کیږي، ستره محکمه یې حلوي.
د هند ولسمشري تر ډېره سمبولیکه ده، ځکه اجرایه واک پکې نشته او واکونه تر ډېره له صدراعظم سره دي.
ولسمشري هلته ډېره هم سمبولیکه نه ده، پرڅوکۍ ناست کس یې د دولت د درې ګونو قوو د ریاست ترڅنګ د پوځ اعلی سرقومندان هم دی.
هلته چې څوک غواړي ولسمشرۍ ته نوماند شي، حد اقل عمر یې باید ۳۵ کاله وي. د عمر د ډېروالي لپاره کوم حد نه دی ټاکل شوی.
که ولسمشر د قانون خلاف کوم کار کوي، د پارلمان د غړو څلورمه برخه خلک یې د ګوښه کیدو لپاره لاسلیکونه ټولوي او په عمومي رایه اچونه کې یې د اکثریتو مخالفو رایو په وسیله له واکه ایسته کوي.
پارلماني ټاکنې
د هند پارلماني ټاکنې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې دي. هلته هر ګوند په یوازې ځان یا نورو ګوندونو سره د ایتلاف پر وخت د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.
د هند ټاکنې په یوه ورځ نه وي، په ۹ پړاوونو کې کیږي او ۳۶ ورځې وخت نیسي.
په ټاکنو کې نیږدې ۸۱۴ میلیونه پر شرایطو برابر کسان د رایه ورکونې په ۹۳۰ زرو مرکزونو کې خپلې رایې کاروي.
هلته رایې په الکترونیکي ډول کارول کیږي او د شمارلو لپاره یې هم له ټیکنالوژۍ کار اخلي.
په دې خاطر چې هلته ټاکنې ګوندي دي، نوماندان هم د ګوندونو اړوند وي او اړتیا نشته چې هر نوماند ځانته خپله انتخابي نښه ولري.
بي جي پي یا بهاراتیا جاناتا ګوند (نیلوفر ګل) خپله انتخابي نښه ټاکلې. په هرایالت کې د دوی نوماند همدا انتخابي نښه کاروي، چې نالوستي رایه ورکوونکي یې په اسانه د ګوند له انتخابي نښې څخه پیدا کولای شي.
د ټاکنو اجرایي او څارونکي بنسټونه
د هند د ټاکنو کمیسون د ټاکنیز بهیر پر ټولو برخو نظارت لري. د اساسي قانون له مخې یې کمیسون ټولنې ټاکنې ترسره کوي. دا کمیسون غیرسیاسي، تخنیکي او خپلواک دی.
نور ازاد بنسټونه او سیاسي ډلې هم له ټاکنیز بهیر څخه څارنه کولای شي.
د حکومت جوړول
په هند کې د حکومت جوړولو لپاره یو ګوند باید یا په یوازې ځان او یا له نورو سره په ایتلاف د پارلمان ۲۷۲ څوکۍ ولري.
کوم ګوند یا ایتلاف چې دغه څوکۍ پوره کړي، ولسمشر یې نوماند ته په پارلمان کې د صدراعظمۍ لپاره د کاندیدیدو حکم ورکوي.
راهول ګاندي

ګوندونه د ایتلاف پروخت د خپلو څوکیو شمېر ته په کتو سره په حکومت کې سهم غواړي. د حکومت مشري یا صدراعظمي هغه ګوند کوي، چې تر ټولو زیاتې رایې ولري او د ایتلاف مشري کوي.
د ټاکنو موده
د قانون له مخې د هند د پارلمان او ایالتي مجلسونو ټاکنې په هرو پینځو کلونو کې یو ځل کیږي. البته د بېړنیو او له وخته وړاندې ټاکنو موضوع جلا او استثنایي ده، چې په ځانګړو حالاتو کې یې ولسمشر امر کوي.
د ۲۰۱۹ ټاکنیز رقیبان
نارندرا مودي، چې اوس هم لومړی وزیر دی، د راتلونکو ټاکنو له مهمو کاندیدانو ګڼل کیږي.
هغه تر ډېره په ګجرات ایالت کې ژوند کړی. مودي سخت دریځه هندو دی او ګوند یې هندوانو ته د هندوستان پر واک ستنولو ټینګار کوي.
په ۲۰۰۲ کې پر ګجرات ایالت د ده د واکمنۍ پر وخت یو لړ مظاهرې وشوې، چې تر زرو زیات مسلمانان پکې ووژل شول او پړه یې پر ده واچول شوه.
مودي د ګجرات ایالت د موډل پرعامولو پانګونه کړې، چې ده ته یې ډېرې پیسې ګټلي.
د هغه رقیب د ملي ګوند نوماند راهول ګاندي دی. ګاندي د نهرو ـ ګاندي د کورنۍ له غړو دی، چې غواړي صدراعظم شي.
راهول له جواهر لعل نهرو سره کورنۍ اړیکې لري. د ده نیا او نیکه دواړو پر هند حکومت کړی.
راهول ګاندي د کورنۍ له مخې هندیانو ته د احترام وړ دی، خو ګوند یې په مالي فسادونو تورن دی، چې دا به یې رایه اخیستل ستونزمن کړي.