هند: کورونا سره د مبارزې لپاره اوس هم له خوشايو ګټه اخيستل کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ځينو راپورونو له مخې چې په رسنیو کې خپاره شول دا ښیي، چې د هند په ګجرات ایالت کې خلک د دې لپاره چې د کورونا ویروس پر وړاندې یې دفاعي سیستم پیاوړي کړی، نو په خپل ټول ځان د غواګانو خوشایي وهي.

په هند کې د کورونا ویروس له امله په ورځ کې سلګونه او زرګونه کسان مري، او سره له دې چې د حکومت په امر د روغتیا برخې کې ډېر کار کېږي، هره ورځ ډاکټران ډېرو خلکو ته د کورونا ضد واکسین کوي خو بیا هم دا ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي او د ډېرو خلکو ژوند کې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی ده.

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي د غواګانو خوشایه استعمالېږي.

هندي ډاکترانو د دې خبرداری ورکړی ده چې خلک دې د کورونا ناروغۍ پر وړاندې د خوشایو څخه ګټه اخیستل بند کړي، ځکه دا کار هېڅ ساینسي ثبوت نه لري، خو د ډېرو نورو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کېدای شي.

په هند کې د طبي اتحادیې رییس ډاکټر جی.ای جایا لال وایي: د ساینس پوهانو تراوسه داسې هېڅ خبره نه ده کړې، چې د غواګانو خوشایه د کورونا ناوړې ناروغۍ پر وړاندې د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي، بلکه دا یو کلیوالي رسم دی چې دوی یې ترسره کوي، او هېڅ ډول ګټه نه لري.

دا د خلکو باورونه دي، چې خپل خدای ته د احترام لپاره یې خوشایي پر ټول ځان وهي.

که څه هم کورونا وبا سره په مبارزه کې پرمختګونه شوي دي، خو هند کې د کورونا له امله خورا بد حال روان دی، او ورځ تر بلې په کورونا د اخته کېدو په پېښو کې د پام وړ ډېروالی د اندېښنو وړ بلل کېږي.

دا چې د کورونا د درېیمې څپې له امله ډېرې نوې مثبتې پېښې ثبت شوې نو د هند پولیسو د خلکو سره یو ځای راټولېدلو باندې بندېزونه لګولي، او په هند کې مشهورې مذهبي مېلې هم سږ کال ونه وشې.