راپور: نسیمه محمدي
د هندي پولیسو په وینا، د یوې دوه ورځنۍ نوزېږدي ماشومې جسد، چې د غوښې پېچ ته ورته وسیلې سره سل ضربې خوړلې وې، د یو معبد تر څنګ وموندل شو.
د بوپال ښار کې پولیسو د سپټمبر په ۲۴مه د دغه نوې زېږېدلې نجلۍ جسد چې بدن یې سوری سوری شوی وو، لیدلی وو او د قتل په اړه څېړنې پیل کړې.
د دغه قضیې سره لیدل کېږي، چې دا درېیمه د قتل پېښه ده چې په په دوو اونیو کې د بوپال ښار مرکز، مادیا پرادش کې تر سره کېږي.
وروسته له هغې چې خلکو د نجلۍ جسد وموند، د پولیسو مامورین په سیمه کې څرګند شول. دغه ماشومې چې لا یې هویت څرګند نه دی، په یوه شال کې پېچل شوې او د معبد ترڅنګ پرېښودل شوې وه.
پولیسو لومړیو کې داسې انګېرل چې نجلۍ ژوندۍ پرېښودل شوې او وروسته د شپې په جریان کې د ځناورو له خوا داړل شوې ده، خو د هند د ټایمز ورځپاڼې بشپړ راپور اعلان کړې چې نوموړې څو ځلې د نوک تېزه وسیلې سره وهل شوې ده.
رنو موراب، د مادیا پرادش یو پلټونکي پولیس وويل:
“پولیسو جسد د معایناتو لپاره ولېږه او د سه شنبه په ورځ اعلان شوه، چې ماشومه څو ځلي د نوک تېزه وسیلې سره نس او ملا کې ضربې خوړلي دي.”
دغه ورځپاڼې زیاته کړه، چې پولیسو د څېړنو په لړ کې د پټو کمرو په وسیله اخیستل شوي انځورونه پلټلي او اوس په دې اند دي چې ماشوم د وژل کېدلو او غورځولو وړاندې، په کور کې زېږېدلې وه.
څو ورځې وړاندې بوپالي پولیسو یوه پنځه ویشت کلنه مېرمن د خپلې یوې میاشتنۍ لور د قتل په تور مجرمه وپېژندله. د دغه نوې زېږېدلې نجلۍ جسد د خاجوري سیمه کې د اوبو په بُشکه کې وموندل شو.
پولیسو وویل، چې دغه مېرمن د لور په زېږېدلو خوښه نه وه او غوښتل یې، چې زوی ولري.