ژباړه: الما افغان
موږ ډیر کله د بې حوصله ګۍ او ستړیا احساس کوو چې ډیر کله موږ ته اجازه نه راکوي یو کار ترسره کړو.
د بې حوصله ګۍ عمده لامل یو دا هم دی چې موږ د ورځې ډیر کار کوو او ډیرې ستونزې حلوو نو له شک پرته ډیر کله له ځانه سره وایو چې ولې د ستړیا او بې حوصله ګۍ حس لرو او یا هم ولې لکه د نورو ورځو په څیر په خپلو کارونو نشو مشغول کیدلای!
د بې صبرۍ مهم دلیل څه دی او ولې تاسو تر اوسه پدې نه يې توانیدلې چې دې بد عادت ته مو د پای ټکی کیږدئ؟
د حوصلې نشتون هغه ناخوښ روحې حس دی چې له وجې يې انسان نشي کولای خپل ورځني فعالیتونه سم پرمخ یوسي او د خپلو کارونو پر مخ وړلو سم قدرت او تمرکز ولري.
د بې حوصله ګۍ حس هر انسان په خپل ژوند کې تجربه کړی، د څیړنو له مخې له ۳۰ تر ۹۰ فیصده د لوړ عمر لرونکي انسانان هره ورځ بې صبري تجربه کوي او په نوو ځوانانو کې دا فیصدې بیا له ۹۱ تر ۹۸ په سلو کې ده.
څیړنو ښودلې چې مېرمنې نسبت نارینه وو ته ډیر د بې حوصله ګۍ په حس اخته دي.
هغوی چې حوصله نلري د تنهایۍ، غوسې، ناراحتۍ او اندیښنې سره هم مخ وي، بې حوصله ګي انسان په یو ناخوښ حالت اخته کوي، همدا لامل دی چې ډیری هغه کسان چې حوصله نلري په الکولو، نشه يې توکو او نورو ناخوښو کارونو باندې اخته وي.
د بې صبرۍ څو دلایل عبارت دې له:
ذهنې ستړیا
بې حوصله ګي د ستړیا هغه ریښه ده چې ذهن يې د یو کار په پرله پسې تکرار کولو تجربه کوي، هر هغه کار چې په پرله پسې توګه تکراریږي کیدای شي ستړی کوونکی اوسي او دا د دې لامل شي چې دندو او جزئیاتو ته پام ونشي.
په ټوله کې هره ورځ له حد څخه زیات د یو څه تکرار د بې حوصله ګۍ لامل ګرځي.
د اوسیدو خونه
په هغه صورت کې چې تاسو د خوښۍ په لټه کې یاست او غواړئ بې حوصله ګي مو د لمنځه ولاړه شي بهتره ده د اوسیدو خونې ته مو بدلون ورکړئ.
په دې کار سره مو په شاوخوا کې ډیر بدلونونه منځته راځي چې دا چاره مو په روح کې هم د بدلون سبب ګرځي.
د مثال په توکه: د دیوال رنګ مو بدل کړئ او د اراموونکو رنګونو لکه آبي رنګ څخه استفاده وکړئ ترڅو مو فشار او خپګان را کم شي.
نوښت ته اړتیا
ځینې وګړي نسبت نورو ته ژر ستړي او بې حوصلې کیږي دوی نسبت نورو ته د انرژۍ، هیجان کیدو او بدلونو ته اړمند وي چې دا وګړي بیا د نورو په نسبت ژر په دې ناروغۍ اخته کیږي.
دا ډول وګړي فکر کوي چې دڅه د نوښت په رامنځته کولو اخته دي، دوۍ د نوو شیانو د رامنځته کیدو په فکر کې وي هڅه کوي نوي کارونه وکړي او هر ډول خطر ومني همدا لامل وي چې بې حوصله کیږي.
د خوړلو ناسم عادتونه
دا په یاد ولرئ چې سمه او مناسبه تغذیه کولای شي د وګړو په روح مثبه اغیزه پریباسي او ناسم خوراکي وختونه نه یواځې دا چې ستاسو په جسم بده اغیزه پریباسي بلکې تاسو ته د ناخوښۍ حس درکوي او بې حوصله کوي مو
کوم وخت چې د تغذیې مناسبه طریقه نه کاروو په سر دردۍ، عصبي کیدو او په تمرکز نه کولو اخته کیږو.
په هر حال د خوراک کول مو باید د ژوند کولو اصلي برنامه اوسي.
توجه ته اړتیا
په ټوله کې د بې حوصله ګۍ حس نورې ستونزې هم زیږوي، هغه څه چې یو وګړی ته ډیر ځورونکی وي د نورو کافی نه پاملرنه یا توجه ده.
هر کله چې ستا خبرو او ستاسو کارونو ته څوک باملرنه ونکړي نو؛ تاسو بې حوصله کیږئ.
احساس پیژندنه
هغه وګړي چې د ځان په اړه پوهه نلري ډیر په بې حوصله ګۍ او ستړیا اخته کیږي، یو بې حوصله انسان د هغه څه په بیانولو قادر نه وي چې واقعا يې په خپل ذهن کې لري.
دوی نشي کولای خپل احساسات په سمه او آرامه توګه بیان کړي. کمزوري د هغه څه په پیژندنه کې چې انسان خوشحاله کوي کولای شي د ژورې ستړیا او بې حوصله ګۍ لامل شي.
پوهیدل او پیژندل د هغه څه په اړه چې موږ يې په پلټنه کې یاستو په دې معنا ده چې موږ د انتخاب توان او مناسبې موخې د نړۍ او شاوخوا سره په تامل کې لرو.
د لازمو خوراکي توکو نشتون
ډیری مواد کولای شي په بې حوصله ګۍ ګې رول ولري او یو د مهمو عواملو څخه د مغذي موادو کمښت دی ددې موادو کمښت کیدای شي د ستړیا سبب شي.
د مثال په توګه، د ویټامینونو کمښت لکه: ویټامین ب ، اسیدونه، غوړ امګا۳ او نور ویټامینونه کولای شي سر دردي او بې حوصله ګي رامنځته کړي.
د کافي خوب نه کول
هر کله مو چې کافي خوب ونکړ د بې حوصه ګۍ احساس کوئ او دا به ددې سبب شي چې ورځني کارونه مو سم ترسره کولای نشئ.
په هر حال د یوې خوښې روحیه او انرژۍ لپاره کوښښ وکړئ ژر ویده شئ او په پوره اندازې سره خوب وکړئ.