هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

انسټګرام یوازې د عکس خپرولو ټولنیزه شبکه نه ده؛ بلکې د زیاتو کاروونکو د لرلو له وجې پریمانه تبلیغات هم پکې کیږي.
په دغه شبکه کې ګڼ هنري ستوري هم فعال دي.
دلته یې ۱۰ هغه کسان در معرفي کوو، چې د انسټګرام تر ټولو پرمخاطبه کسان دي او زیات تبلیغات یې له صحفو کیږي.
له شک پرته، چې دغه تبلیغات دوی ته ښه عواید هم په لاس ورکوي.
کندال جنر
2086277 565 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
کندال جنر دمګړۍ د نړۍ له ډېرو مشهورو ستورو څخه ګڼل کیږي.
دغه ستوری په یو شمېر مشهورو نړیوالو تلویزوني خپرونو کې د ګډون له کبله بیخي زیات شهرت ترلاسه کړی.
جنر په انسټګرام کې د خپل هر تبلیغاتي پوسټ پر سر لږ ترلږه ۵۰۰ زره امریکایي ډالره اخلي.
لیونل مسی
2086278 109 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
د ارجنټاین دا فوټبال لوبغاړی د انسټګرام په کچه نهم ستوری دی، چې پر تبلیغاتو یې زیات عاید ترلاسه کوي.
د دغه ۳۲ کلن ستوري انسټګرام اکونټ ۱۱۲ میلیونه فالورز(څارونکي) لري. دی هم د خپل اکونټ پر هر تبلیغاتي پوسټ د مخکیني ستوري په شان ۵۰۰ زره امریکایي ډالره ترلاسه کوي.
نیمار
2086279 368 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
دا برازیلی فوټبال لوبغاړی هم د انسټګرام له لوړ عاید لرونکو کسانو څخه دی. نوموړی له ۲۰۰۳ راهیسې فوټبال کوي او د نړۍ له غوره فوټبالرانو ګڼل کیږي.
هغه پر انسټګرام څه باندې ۱۱۲ میلیونه فالورز لري. د ده د هر تبلیغاتي پوسټ بیه ۶۰۰ زره امریکایي ډالره ده.
جاستین بیبر
2086280 597 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
جاستین د خپل نسل له تر ټولو ډېرو اغېزناکو ستورو ګڼل کیږي. دغه نوم په نوې موسیقۍ کې په  نړیواله کچه ځلیدلی او د خاصو عاطفي سندرو له کبله زیات مینه وال لري.
جاستین ۲۶۵ میلیونه ډالره شتمني لري او د انسټګرام تبلیغاتو ته ممکن دومره اړتیا ونه لري. له دې سره دغه ستوری پر خپل هر تبلیغاتي پوسټ، چې پر انسټګرام یې کوي ۶۳۰ زره امریکایي ډالره ترلاسه کوي.
راک
2086281 487 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
دواین جانسون چې تر ډېره یې د راک په نوم پېژنو، د هالیووډ سینما تر ټولو قیمتي ستوری ګڼل کیږي. هغه پر سینماګرۍ سربېره مشهور ورزشکار هم دی او خورا زیات مینه وال لري.
دی له دې کبله، چې هم سېنما ګر او هم ورزشکار دی او خپل وجود یې ډېر ښه ساتلی، د زیاتو خلکو لپاره د الګو بڼه لري.
نوموړی پر انسټګرام ۱۴۷ میلیونه فالورز( څارونکي) لري. هغه پر خپل هر تبلیغاتي پوسټ ۶۵۰ زره امریکایي ډالره اخلي.
بیانسه
2086282 837 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
د بیانسه پر تبلیغاتي پوسټونو عام مخاطبین دومره نه پوهیږي، خو هغه د هر تبلیغاتي پوسټ په بدل کې ۷۰۰ زره امریکایي ډالره ترلاسه کوي.
د ده پوسټونه په ماهرانه انداز وي او تقریباً ډېر نړیوال برانډونه خپل تبلیغات همده ته سپاري.
کیم کاردارشیان
2086283 840 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
کیم کارداشیان د ټولنیزو شبکو له اسطورو څخه ګڼل کیږي.
دی حتا په دې اړه د یوه کتاب لیکوال دی، چې څنګه له ټولنیزو شبکو څخه د خپل ژوند د پرمختګ لپاره ګټه واخلو؟
د ده د هر تبلیغاتي پوسټ بیه په انسټګرام کې ۷۲۰ زره امریکایي ډالره ده.
کریستیانو رونالډو
2086284 536 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
په دې ښايي څوک باور ونه کړي، چې یو فوټبالر دې په ټولنیزو رسنیو کې دومره مطرح او د پام وړ وي، خو دغه نړیوال ستوری په انسټګرام کې ۱۷۲ میلیونه فالورز( څارونکي ) لري.
دا پرتګالی لوبغاړی د خپل هر تبلیغاتي پوسټ په بدل کې ۷۵۰ زره امریکایي ډالره ترلاسه کوي.
سلنا گومز
2086285 198 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
سلنا د انسټګرام د ملکې نوم خپل کړی.
هغې څه موده مخکې د انسټګرام اپلیکشن په موقت ډول له خپل موبایل څخه پاک کړی او ویلي، چې خپګان یې ورته پیدا کړی.
له دې سره هغې پر خپل هر تبلیغاتي پوسټ ۸۰۰ زره امریکایي ډالره ترلاسه کول.
کایلی جنر
2086286 536 هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري
تاسې او ډېرو نورو به فکر هم نه وي کړی، چې کایلی به د انسټګرام د تر ټولو قیمتي تبلیغاتو ترلاسه کوونکی وي، خو واقعیت همداسې دی.
دغه ستوری د خپل هر تبلیغاتي پوسټ په بدل کې یو میلیون امریکایي ډالر ترلاسه کوي.
فوریز مجلې ویلي، چې دا ستوری که د میاشتې یوازې څو انسټګرامي تبلیغات ترلاسه کړي، له هر بل کار پرته یې همدا ژوند خورا ښه تمویلوي.
د دغه ستوري میاشتینی انسټګرامي عاید ۹۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی