ایمان د اوږد عمر یوه نښه ده

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: نسيمه محمدي

د راپورونو په حواله، popmech.ru ليکي: آيا وړاندوينه کولاى شو، چې سل کاله ژوند وکړو؟ ١٠٠ سلنه دقيق/کره نښې نشته، خو امکان لري.
مثلا که يو کس د غوړو او وچې ډوډۍ پر ځاى سالم او ښو خوړو ته لومړيتوب ورکړي، د اوږد عمر زيات احتمال شته. پر دې سربېره، ډېر لږ څرګنده او واضح نښې شته، چې د اوږد عمر زېرى ورکوي.

ايمان

څېړونکي او پوهان لا تراوسه په دې اړه ځواب نه لري، خو يوه مستقيمه اړيکه شته: هغه کسان چې په منظم ډول مسجد يا عبادت ځايونو ته ځي، د عبادت نه کوونکو په پرتله زيات عمر کوي. شايد علت يې د ژوند سالم سبک، ممکن په ملاتړ او اړيکه کې چې مذهبي ټولنې ته يې وړاندې کوي يا هم د استرېس او اضطراب کمښت وي، خو واقيعت لا هم نامعلوم دى. ايمان نه يوازې دا چې د ابدي ژوند زيرى ورکوي، بلکه ځمکنى ژوند هم اوږدوي.

لاس ورکول

څومره چې ستاسې لاس ورکول ټينګ وي، عمر به مو هم زيات وي. دا پايله د څېړونکو د پنځه ويشت کلنې څېړنې پايله ده، چې ٦٠٠٠ زره کسانو چې د ٤٥ – ٦٨ کلنۍ عمر درلود، ګډون کړى وو. هر کال څېړونکي د لاس ورکولو وړتيا اندازه کوله او وروسته يې د هغوي روغتيايي حالت ارزاوه. په پاى کې معلومه شوه، هغوى چې ټينګه ستړې مشي لري، لږ ناروغ او زيات عمر کوي.

د وېښتانو تويېدل

که د وېښتانو تويېدلو سره مخ يٸ، په ځانګړې توګه د سر تالاق، وخت يې دى چې د زړه او عروقو يو متخصص ته مراجعه وکړٸ. د هاروارډ پوهنتون د طب څانګې او د برېګام ښځينه روغتون تاييد کړې ده، چې د وېښتانو تويېدل د زړه ناروغيو سره نېغه اړيکه لري. که ګنجي کېږٸ، ستاسې د زړه د پايته رسېدل ٣٦% ته لوړېږي.

د ګوتې اوږدوالى

په داسې حال کې چې د څېړنې پايله ساده تر سترګو کېږي، خو د دغې څېړنې ليکوالان ٤٥٠٠ نارينه وو، په دې باور دي چې د ګوتې اوږدوالى په سرطان ناروغۍ د اخته لېدلو ګواښ وټاکي. څېړونکو د ٦٠ کلونو پورته نارينه وو بايومټريک وارزاوه او پوه شول، د هغو داوطلبانو چې د اشارې ګوته د حلقې ګوتې څخه اوږده ده، ١/٣ د پروستات په سرطان لږ اخته کېږي.