
ژباړه: عایشه حیدري
په نړۍ کې ډېرې ښکلاوې شته او هر انسان خپله ځانګړې ښکلا لري. ځینې داسې څېرې هم شته چې د ډېرو خلکو په اند ښکلې وي.
په دې لیکنه کې غواړو له علمي پلوه د نړۍ تر ټولو ښکلې څېره در وپېژنو.
د «بېلا حدید» څېره له علمي پلوه د نړۍ تر ټولو ښکلې څېره وپېژندل شوه.
نوموړې ۲۴ کلنه ده او په همدې وروستیو کې یې ماشوم هم پیدا شوی دی.
هغې له علمي پلوه د ښکلا په ټولو ازموینو کې – چې د څېرې د زاويو پر بنسټ، د ریاضي، (بصري)، هندسې اشکالو او د ریاضي نورو منطقو له مخې اخیستل شوې وې – له ۹۰سلنو څخه ډېر امتيازونه ترلاسه کړل او له علمي پلوه یې د نړۍ د تر ټولو ښکلې څېرې لقب وګاټه.
د څېرې د ښکلا د یوه جراح ډاکټر د وينا له مخې د دې ښځې څېره د لرغوني يونان «ایده کمال» ته ورته ده، نو له همدې امله د نوموړې مېرمنې څېره د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ تر ټولو ښکلې څېره ګڼلای شو.

نوموړې د PHI ښکلا هم لري. دا ډول ښکلا د رنسانس په دور کې د نقاشانو لپاره د ښکلا بنسټ وه او د دغه ډول ښکلا له مخې یې نورو ته ښکلا ور پېژندله.
پوهانو کلونه وړاندې داسې یو فورمول وړاندې کړی، چې د دغه فورمول له مخې، هر هغه څه چې د ښکلا لامل کېږي، هغه تشریح کوي او دغه فورمول د ښکلا فورمول په نامه پېژندل شوی دی.
وروسته تر دې چې د حدید ښکلا په دغه فورمول کې وسنجول شوه، هغې ۹۷.۷سلنه نمرې ترلاسه کړې چې يوازې۲.۳ سلنه له بشپړې ښکلا څخه واټن لري.