په ګډ ژوند کې دغو مهمو ټکو ته ډیره پاملرنه وکړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
د مېړه و ماینې (میرمنې) ترمنځ شخړي و جګړې د اولنو په خبره د هر ژوند مالګه ده. یوازي یوه نقطه چي پاتېږي هغه دا ده چي تر بحث و مباحثې یا د مېړه و ماینې تر شخړو وروسته یو شمېر کارونه مه کوئ. او هغه کارونه عبارت دي له:
د مېړه و ماینې تر خپلمنځي شخړو وروسته دا غلطۍ مه کوئ. کله چي مېرمن و خاوند له یو بل سره بحث و دعوه کوي عادی خبره ده. دوئ دواړه د متفاوتو طرز فکرونو لرونکي انسانان دي. دا کاملاً طبیعي ده چي په یو لړ مواردو کي به یو له بل سره د نظر اختلاف لري او حتا د همدې اختلاف پر سر به یو وبل بحث هم سره کوي. خو له دې ډول بحث و مباحثو وروسته یو شمېر مخرب اشتباهات کېږي. مېړه و ماینه تر بحث وروسته له یو وبل سره ځیني اشتباه کارونه سرته رسوي چي دا کارونه ئې د ناراحتۍ په زیاتېدو و واوږدېدو تمامېږي. موږ په دې لیکنه کي هغه ۱۰ غلط موارد درته راوړو چي په تاکید سره دا کارونه مه تکراروئ:
۱ـ تر بحث و مباحثې وروسته یو له بل سره په ماته خوا رفتار مه کوئ
له مباحثې و دعوای وروسته اصولاً دواړه طرفونه یو له بل سره د خبرو کولو حوصله نه لري. خو که تر لږ وخت وروسته، کله چي دواړه آرام تر واست او ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې تاسي ته راغله او په يوه نه یوه بهانه ئې ستاسي سره خبري کول غوښتل، بېنوا کوئ ئې مه. تر دې بیا بده لا دا ده چي خاموشي اختیار کړئ. د ګډ ژوند کارپوهان وايي: مقابل طرف ته ځواب نه ورکول، هغه ته دا احساس ورکوئ چي د هغه/هغې د تنبیې و تحقیرولو په حالت کي یاست او دا ددې سبب کېږي چي هغه ونه سي کولای په آسانۍ سره خپلي خبري ستاسي سره شریکي کړي. ددې کار بیا بیا تکرار، د مېرمن و خاوند په مېنځ کي خورا لوی واټن رامنځته کوي چي په خپل وار سره به نه جبرانېدونکي زیانونه ولري. د داسي ماشومانه کړني پر ځای مو د ژوند ملګري ته ووایاست:” زه لا اوس هم ناراحته یم او نه یم توانېدلی/توانېدلې چي ستا په رقم دومره ژر هرڅه له یاده وباسم. ماته یوڅه نور وخت راکړه چي وکولای سم آرام سم. بیا به وروسته د هغه په باره کي وږغېږو. “
۲ـ د مېرمن و خاوند تر بحث و دعوا وروسته مو د ژوند د ملګري جملې د ځان سره مه تکراروئ
حتمن به مو اورېدلي وي چي وايي:” په جنګ کي حلوا نه وېشل کېږي!“ دقیقاً همداسي ده. د جنګ پر مهال چي مو د ژوند د ملګري له خولې کومي جملې اورئ هغه نادیده ونیسئ. هغوی ته اهمیت مه ورکوئ او پرېږدئ چي د دعوا و جنګ سره سم پر هماغه ځای دفن سي. اجازه مه ورکوئ چي د هغوی دروند بار پر اوږو واخلئ. له شک پرته چي د جنګ و جدل پر مهال طرفین یو تر بل ځارېږي نه او د دواړو له خولو څخه ناهیلي کوونکي کلمات راوزي. خو عاقلانه کار دا دئ چي هرکله مو د ژوند د ملګري ناراحته کوونکي و ناهیلي کوونکي کلمات ذهن ته درسي، يوه اوږده ساه واخلئ او کوشش وکړئ چي خپل فکر په مثبتو مسایلو سره واړوئ. ددې جملو بیا را یادول له درد و ناراحتۍ هاخوا نور څه نه لري.
۳ـ کله چي هغه غسه وي مه ورته وایاست چي: وبخښئ
کله چي د بحث و دعوا اوج ته رسېدلي یاست یوازي دومره ويل چي (وبخښئ) درد ته پټئ نه اږدي. باید کوشش وکړئ کله چي اوضاع بهتره سوه، د ژوند ملګري ته مو نژدې ورسئ او ورڅخه بخښنه وغواړئ او رامنځ ته سوی سوء تفاهم ورته تشرېح و توضېح کړئ. یا ورته ووایاست چي داسي څه وسول چي فلان کار مو وکړ یا مو داسي خبره وکړه. له واقعي پښېمانۍ او د قبول وړ تشرېح پرته بخښنه غوښتل چندانی د قبولو وړ نه وي. باید کوشش وکړئ چي خپله کړې غلطي بیا تکرار نه کړئ او مقابل طرف ته هم ددې ډاډ ورکړئ.
۴ـ د خپلي دعواوې له پاره بهانې مه تراشئ
په ژوند کي د دعواې رامنځته کېدلو له پاره په زرونو ناراحته کوونکي مسالې سته. د مثال په توګه، یوه سخته کاري ورځ، سردردي، بې خوبي، کم خوبي او… خو د کالیفورنیا ایالت د برکلي پوهنتون څېړونکو دا ثابته کړې ده چي کومي جوړې لږ بیدېږي او بشپړ استراحت نه لري، ډېر وخت په جنګ و مشاجره کي راګېريږي. دا چي خپلي نیمګړتیاوي پر مقابل طرف ور اچوو ښه کار نه دئ. که تاسي ناراحته، خسته، یا عصباني یاست یا مو نا آراموونکي خبرونه اورېدلي وي، باید دا موضوع مو د ژوند له شریک/شریکي سره شریکه کړئ. دا کار مو آرام پاتېدو سره زیاته مرسته کوي. کم خوبي د اعصابو د زیات حساسیت سبب کېږي.
۵ـ موضوع ډېره مه جدی کوئ
کله چي د ژوند له شریک سره پر کومه موضوع بحث کوئ، کوشش مه کوئ چي د بحث و مشاجرې تر خلاصېدو وروسته، په غیر مستقیم یا کنایوي ډول مو د ژوند شریک ته بیا موضوع ور په یاد کړئ. مثلاً له یو وبل سره مو د سفر پر مصارفو بحث کړی دئ، نو ضروري نه ده چي کله د خپلو دوستانو د مسافرۍ عکسونه وینئ د هغو مصارفو ولګښتونو په اړه چي کړي ئې دي او کومو ځایونو ته چي تللي دي د ژوند ملګري ته پېغور ورکړئ. بهتره خبره ده چي ددې ماشومانه کړني پر ځای، په داسي وخت کي چي دواړه آرام یاست ددې ستونزي په اړه یو له بله خبري وکړئ.
۶ـ که نه غواړئ، یا مو نه خوښېږي، تر دعوای و مباحثې وروسته نژدې والی مه کوئ
تر دعواې وروسته دواړه یو له بله بخښنه غوښتې ده او حالات لږ آرام سوي دي. په داسي وختونو کي د نارینه وو خوښېږي چي د خپلو مېرمنو سره نژدې واله وکړي. خو د ښځو شاید دا کار نه خوښېږي. که تاسي هم همداسي یاست، په آسانۍ و مهربانۍ سره خپل مېړه ته ووایاست: پوهېږمه چي د اړیکي د ښه کېدا په خاطر غواړي دا کار ترسره کړې خو اوسمهال زه اماده نه یمه. هغه په خپله غېږه کي ونیسئ او خپل صادقانه مِهر و محبت هغه ته ښکاره کړئ. هیڅکله له دې کاره د پوره تشرېح و توضېح پرته لاس مه اخلئ. ستاسي د ژوند ملګری باید ستاسي دروني او واقعي احساسات درک کړي او پرې پوه سي چي د لا زیاتي ناراحتۍ سبب ئې ونه ګرځي.
۷ـ د شخړي و دعواوې د پیل پر دلیل تمرکز مه کوئ
بهتره خو دا ده چي خپله انرژي مو پر حللاري ولګوئ. پر دې باندي نه چي څه وجه وه چي ددې بحث و مباحثې سبب وګرځېدی. د یوې ښې مباحثې و بدي هغې ترمنځ توپیر دا دئ چي وسئ کولای د خپلي ستونزي له پاره مناسبه حللاره ولټوئ. مثلاً که ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې دا هېروي چي په کومو ځایو کي باید نقدي پیسې د ځان سره ولري، د جنګ و جدل پر ځای، دواړه یو بانکي حساب او (ATM) یا د اتوماتیک د پیسو د لېږد ماشین یو کارد د ځانو سره ولرئ او هرځای چي مو پیسې په کار سي نقدي پیسې ورڅخه راواخلئ. په همدومره آسانۍ سره کولای سئ چي ستونزه حل کړئ او لازمه نه ده چي یوه اوږده دعوای پسي راواخلئ.
۸ـ تر خپلمنځي جنګ و جدل وروسته مه وایاست چي: زما هدف دا نه وو
دا جمله کټ مټ لکه تاسي چي په خودکار قلم یوه لیکلې جمله په پاکوونکي سپین قلم باندي وهئ. کومه خبره چي مو کړې ده – هغه مو ویلې ده. ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې به هم په ځواب کي درته وايي چي: خو همداسي وویل! داسي ویل چي زما هدف دا نه وو، یا ما داسي ویلي دي یا نه دي ویلي، یوازي تېر ته ورګرځېدل دي؛ د هغو پېښو تکرار چي سوي دي او د هغو اوبو تکرار چي توی سوي دي. باید کوشش وکړئ چي ستونزه حل کړئ.
۹ـ له بحث و مباحثې مه ناهیلي کېږئ
باید پوه سئ چي د مېړه و ماینې ترمنځ بحث و دعوای ددې ښکارندوی دي چي غواړي خپله اړیکه ښه کړي. دوئ اوس هم د بهبود او ښه والي په هیله دي چي په پایله کي بحث کوي څو یوه مناسبه حللاره بیامومي. دا ډول بحثونه باید د ژوند له شریک/شریکي یا اړیکي څخه ستاسي د ناهیلۍ سبب ونه ګرځي.