له شک پرته د اوږدې مودې لپاره د مستو د ساتلو تر ټولو غوره لار په یخچال کې د مستو ساتنه ده، ځکه که چېرې مستې په يخچال کې وساتل شي د مستو خوند او کيفيت په سمه توګه ساتل کېږي.
په يخچال کې باید مستې د سانټيګريډ ۵ نه تر ۷ درجو پورې، په پلاستيکي او يا ښیښه يي لوښي کې وساتل شي.
که څه هم شيدې تر مستو ژر خرابېږي او مستې درې اونۍ د انقضا نېټې نه وروسته هم کارول کېږي، خو بیا هم اړينه ده چې په کور کې د مستو د ساتلو لارې چارې وپېژنئ تر څو د مستو له اصلي خوند او کيفيت نه برخمن شئ.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه چې څه ډول د يوې اوږدې مودې لپاره په کور کې مستې وساتو ځينې لارې چارې درښيو، لیکنه تر پایه ولولئ!
لومړی: څه ډول مستې وساتو؟
د مستو د ساتنې لپاره هغه که کورنۍ مستې وي او يا د کوتي مستې، باید مستې په يخچال کې د سانټيګريډ د ۵ نه تر ۷ درجو په تودوخي کې وساتل شي. که په دې ډول مستې وساتئ مستې چڼاسکي او پوپنک نه وهي او د دې لامل کېږي چې مستې تر ډېره روغې پاتې شي.
پام مو وي چې د کوټې په تودوخي او يا د لمر په تودوخي کې مستې ونه ساتئ، ځکه چې د مستو د خرابېدو لامل کېږي.
دویم: د مستو د ساتلو لپاره تر ټولو ښه لوښی کوم دی؟
د مستو د ساتلو لپاره تر ټولو ښه لوښی د کولالي لوښی دی چې زموږ افغانان یې د کټوې په نوم پېژني.
د دې لپاره چې د کولالي لوښي ډېر سوري لري د مستو ټولې اوبه جذبوي، له همدې امله مستې کلکېږي او ژر نه خرابېږي. که په کولالي لوښو کې مستې وساتل شي ډېر ښه خوند پیدا کوي او دا ډول مستې ډېره کالوري لري.
پام مو وي چې مستې په داسې کولالي لوښي کې وساتئ چې رنګ ونه لري او يا ژېړ رنګ ولري، ځکه چې د کولالي لوښو اوبرنګ او فیروزه یې رنګ سرب لري او روغتیا ته زیان رسولای شي او که چېرې کولالي لوښي نه لرئ نو کولای شئ چې مستې په پلاستيکي او يا ښیښهیې لوښي کې وساتئ!
درېیم: د کورنۍ مستو د ساتنې لارې چارې
د کورنۍ مستو د ساتنې لپاره تر ټولو اړین کار دا دی چې پرې نږدئ چې مستې در څخه تروې شي. که چېرې د کورنۍ مستو د جوړولو پر مهال ستاسو مستې تروې وي، دا مستې په يوه ټوکر کې واچوئ او پرېږدئ چې اوبه یې لاړې شي او وروسته بیا شیدې پکې واچوئ تر څو خوږې شي.
څلورم: څنګه پوه شو چې مستې خرابې شوې دي؟
کله چې د مستو پر سر قهوه يي او يا زرغون رنګه ټکي پيدا شي نو پوه شئ چې مستې خرابې شوې دي. دې ډول ټکو ته چڼاسکي يا پوپنک ويل کېږي. کله چې د تودوخي درجه د سانټيګريډ ۲۰ تر ۲۵ درجو پورې وي، چڼاسکي ښه وده کولای شي، نو هڅه وکړئ چې مستې مو ارومرو په یخچال کې وساتئ!
پام مو وي چې چڼاسکي لرونکې مستې ونه خورئ، ځکه چې روغتیا ته مو جدي زیانونه رسولای شي. ځينې خلک داسې ګمان کوي چې که د مستو نه چڼاس وهلي ځایونه لرې کړي له نورو مستو څخه ګټه اخيستلای شي، خو داسې نه ده، که په يوه لوښي کې د مستو يوه برخه هم چڼاسکي ولري او تاسو هغه له مستو نه لرې هم کړئ، بیا به هم چڼاسکي په ټولو مستو کې خپاره شوي وي.
پینځم: ايا کولای شو د بوی په واسطه خرابې مستې وپېژنو؟
هو. د ټولو خوړو د بوی بدلون د هغو خوړو د خرابوالي نښه ده، مستې هم د هغو خوړو په ډلې کې شمېرل کېږي چې د بوی په بدلېدو سره یې پوهېدلای شو چې خرابې شوې دي.
کله چې مستې خرابې شوې وي بوی يې له عادي حالت نه اوړي او تریخ بوی کوي. هر کله مو چې د مستو تریخ بوی پوزې ته ورسېد، پوه شئ چې مستې مو خرابې شوې دي.
شپږم: ايا د خوند په واسطه خرابې مستې پېژندلای شو؟
کله چې مستې خرابې شي نو تریخ خوند کوي، دا ځکه چې په مستو کې شته پروټين او نور کيمياوي مواد هايډرولیز کېږي او په امينو اسيدونو باندې ويشل کېږي. د ترخو مستو د خوړلو نه په کلکه ډډه وکړئ، خو که مستې مو يوازې تروې شوې وې، خوړل یې توپیر نه کوي او کولای شئ چې له دې ډول مستو څخه ګټه واخلئ، خو په دې پوه شئ چې تروې مستې د پخوا په شان خوراکي ارزښت او ګټه نه لري.
په پای کې باید یادونه وکړو چې د مستو د اخيستلو پر مهال که د مستو تاریخ تېر شوی هم وي هغه مستي اخيستلای شئ او کولای شئ چې تر دريو اونيو نورو هم له دې ډول مستو نه ګټه واخلئ.