ژباړه – راټولونه/شپنه
که څه هم چې ماشوم ته ګرانه ده چې د پيښې په هکله خبرې وکړي،خو بيا هم بايد وهڅول شي چې یو څه ووايي.
ماشومانو ته د دې ټکي بيانول چې هغوى ته ويريدونکي څه ورپيښيږي ډير ستونزمن کار دى،ځکه نو چې کله څه وايي بايد باور پرې وکړو.
ډير ځله مشران د ماشومانو له خبرو انکار کوي يا هڅه کوي هغه بې ارزښته او عادي وښيي.
په عمومي توګه هغه ماشومان او ځوانان چې د ناوړه ګټې اخيستنې ښکار شوي دي ډاډمن دي چې ګناه او خطا يې خپله وه.
او داسې ګڼي چې په دوى کې خپله يا د دوى په شخصيت کې داسې څه وه چې د دې لامل شول چې لوى سړى دوى د ناوړه ګټې اخيستنې له پاره وکاروي.
ماشومان خپل ځانونه شرمينده او ناپاک ګڼي.
مهمه ده چې ماشومانو سره مرسته وشي تر څو په دې ټکي وپوهيږي چې د پيښې په پيښيدو کې ګناه د دوى نه بلکې د مقابل مشر کس ګناه وه.
کله بيا ماشومان دې ته اړ وي چې دا زده کړي چې څنګه چلند وکړي چې د ټولنيز پلوه د منلو وړ وي.
دا کار په مينې او حوصلې سره تر سره کړئ ځکه چې ماشومان په دې برخه کې چې کومه لاره سمه او کومه ناسمه ده لار ورکې وي.
همدا راز ماشوم بايد د هغه چا په وړاندې چې دى يې ځورولى دى حمايه کړاى شي.
البته دا کار تل شونى نه دى خو ښه وي چې لوى کس وپوهيږي چې چلند يې د ماشوم د ځوريدنې او ازار لامل شوى دى البته ډير ځله په دې موضوع پوهيدنه لوى کس ته ګرانه وي چې ښايې خپله هم په ماشومتوب يا ځوانۍ کې له همدې ډول عمل سره مخامخ شوى وي او دا کار به عادي وګڼي.
په افغانستان کې کله چې په يو کور کې څه پيښيږي ډير شخصي او وګړنيز ګڼل کيږي.
په داسې حال کې چې د ماشوم نه ناوړه ګټه اخيستنه ټوله ټولنه اغيزمنوي او ډيره مهمه مسله هم ده.
د دې له پاره په ټولنه کې لويان ، رهبران، ښوونکي او نور هغه کسان چې د واک لرونکي دي بايد د ماشومانو د ځورونې خبره جدي ونيسي دوى بايد د هغو کورنيو سره چې له دې کړنو اغيزمنې شوي دي خبرې وکړي او هڅه وکړي تر څو د دې کار د پراختيا مخه ونيسي.