ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي.

هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلي، چې سیال یې پياوړی دی او په «TGFC» سازمان کې به ورسره سیالي وکړي.

هوتک د یادي لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې چېرته به ترسره شي، خو لوبه به یې د یک ټلوېزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره سي.

 

https://www.facebook.com/AhmadWaliHotakOfficial/posts/3002158500019880

 

یادي سیالۍ ته د احمدولي هوتک چمتوالی

 

احمدولي هوتک یادې لوبې ته په دې روژې میاشت کې په تمرینونو بوخت دی او هره ورځ ورته چمتوالی نیسي.

هوتک د خپلې راتلونکې لوبې په اړه ویلې:

«د خپلو هیوادوالو د خوښۍ لپاره او د خپل فزیکي چمتوالي او ولسي ملاتړ په ډاډ د نړۍ په کچه په خپل وزن کې هر پياوړي بهرني لوبغاړي سره سیالۍ ته چمتو یم.»

 

د احمدولي هوتک لغوه شوې لوبه

 

ټاکل شوې وه د مي میاشتې په ۱۴مه نېټه احمدولي هوتک د فرانسوي سیال نایب اعزام سره لوبه ترسره کړې وای، خو هوتک ځکه یاده سیالي لغوه کړه، چې په وینا یې سیال یې کمزوری و.

هغه پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې لیکلې وه، ورزشي سلاکارانو او یو شمېر مینه‌والو یې سیال مناسب ونه وباله او ده یې ارادې ته په درناوي د نایب اعزام سره سیالي لغوه کړه او له سازمان څخه یې وغوښتل، تر څو په خپل وزن کې د یو بل سیال سره سیالي ور برابره کړي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.