ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار پرانیستل شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
خبر: بشر درویش

دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د وطنیو تولیداتو دوه ورځینی نندارتون ترسره شو.
په دې نندارتون کې د وطنیو تولیداتو ۳۵ تړونونه او د میلیونونو افغانیو پېر او پلور ترسره شو.
په یاد نندارتون کې د ننګرهار سبزیجات، وچې مېوې ، شات، زراعتي او تیلي نباتات، زراعتي وسایل او ادویه جات، تصدیقي نیالګي، نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات، وطني خواړه او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
db3d0a8b a8ed 4b8a 8ebb 6829dcaf2f8a ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار پرانیستل شو
پر همدې ورځ د نندارتون ترڅنګ د ننګرهار خالص وطني او سیزن وطني شاتو پروسس شرکتونو لپاره د شاتو د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوار هم پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د افغانستان د کرنې وزیر انورالحق احدي او نورو چارواکو ګډون کړی و.
د ننګرهار ولایت د شاتو مچیو روزونکو ټولنې رییس ریاض محمد رودوال وایي په دې سره به د شاتو تولیدونکي، مچۍ روزنکي او پلورنکي د بی کفیت شاتو له تولید او پلورلو مخنیوی وشي.
fccb3195 8506 416d 83ed deacb6084b7c ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار پرانیستل شو
هغه وايي، دا لابراتوار د یوسایډي په مالي همکاري جوړ شوی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخه کړي.