د ژوند د ملګري / ملګرې دا غوښتنې به نه منئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه:صادق طارق
عاطفي اړیکې داسې دي، چې ډېر څه درنه هېروي او مجبوروي مو، چې هرڅه ورته شاته وغورځوئ او همدې اړیکې ته لومړیتوب ورکړئ.
د دغو اړیکو په سرکې د ګډ ژوند اړیکه هم راځي.
له ګډ ژوند څخه واده کول دي. که یوه ښځه یا نارینه له کوم چا سره واده وکړي؛ واده یې مجبوروي چې تر هر چا زیات خپل د ژوند ملګري/ ملګرې ته زیات لومړیتوب ورکړي او غوښتنې یې ومني.
دلته به هغه موضوعات درسره شریک کړو، چې پکې د ژوند د ملګري/ ملګرې د هر ډول غوښتنو منل نه دي ضرور.
دې مسایلو ته په ګډ ژوند کې فردي سرې کرښې هم ویلی شوو.
جدي بدلون مه منئ
د ژوند ځینې ملګري/ ملګرې خپل حدود ماتوي او له مقابل لوري داسې غوښتنې کوي، چې نه وي په کار.
مثلاً: غواړي چې مقابل لوری یې خپل ویښتان یا کم کړي، یا یې بڼه بدله کړي.
یا ورنه غواړي، چې دنده، مذهب، تحصیلي رشته یا بل اساسي څه بدل کړي.
دا مسایل د منلو وړ نه دي او نه باید غوښتنه یې وشي.
په ګډ ژوند کې فردي حدود نه باید مات شي. په دې برخه کې د دواړو لوریو توجه ضرور ده.
یو لوری نه باید ناسمې غوښتنې وکړي او بل لوری یې نه باید ومني.
پاسورډ شخصي حریم دی
د ایمیل، فیسبوک، ټویټر، ټلیفون، بانکي کارت او نورو پاسورډونه د یوه / یوې چا شخصي حریم دی او نه باید څوک پر دغه حریم د ورتلو غوښتنه وکړي.
هغه څوک که هرڅومره  هم زیات تاسې ته ګران/ ګرانه وي او ارزښت یې ډېر وي، نه باید داسې غوښتنې وکړي او که یې کوي، نه باید یې داسې غوښتنې ومنئ.
که داسې ونه شي، یانې غوښتنه وشي او ومنل شي، د اړیکې د بې باورۍ او زیانمنیدو سبب ګرځي.
غوره ده، چې په دې برخه کې هم محتاط اوسئ او حدود مات نه کړئ.
کار پریښودو ته مو مجبوروي
د ژوند ځینې ملګري/ ملګرې داسې دي، چې خپلې غوښتنې ستاسې پر کاري مسولیتونو مهمې ګڼي.
دا کار ګډ ژوند او راتلونکی یې زیانمنوي؛ تاسې هڅه وکړئ چې له داسې وضعیت سره مخ نه شئ.
دا کار که تاسې کوئ او مقابل لوری د خپلو کارونو خرابیدو ته هڅوئ، هم ښه نه کوئ او که یې هغه لوری کوي، هم ښه نه کوي.
کوشش وکړئ، چې ګډ ژوند مو له داسې بې ځایه غوښتنو او تحمیلي مسایلو څخه لیرې وي.
سانسور به نه کوئ
د ژوند ځينې ملګري / ملګرې هڅه کوي چې مقابل لوری د ځینو مسایلو په اړه له غږیدو وګرځوي.
کیدای شي دا کار د ځینو خلکو په مخکې وشي او هغه لوری خلکو ته ډېر کم راوستل شي.
د دې پرځای، چې خوله یې وګنډئ او مخنیوی یې وکړئ، غوره ده چې د هماغو متنازع او پارونکو مسایلو په اړه دوه په دوه کینئ او خپلو کې پرې یوې نتیجې ته ورسیږئ.
په اړیکو کې مداخله مه کوئ
د اړیکو محدودیت یو له نامناسبو کارونو څخه دی او نه باید وشي.
که د ژوند ملګری/ ملګرې مو غواړي ستاسې اړیکې محدودې او سانسور کړي، هیڅکله به مو اړیکه په ښه توګه مخته لاړه نه شي.
په ګډ ژوند کې باید د یو بل درناوی وشي او پرې نه ښودل شي، چې واړه موضوعات ستاسې اړیکه خرابه او له منځه یوسي.
د یو بل په کورنیو او شخصي اړیکو کې مداخله ستاسې د ګډ ژوند اړیکه خرابوي.
ښه ده، چې په دې برخه کې یو بل سره تفاهم وکړئ او اړیکې خرابیدو ته پرې نه ږدئ.