د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ویلې، چې د دښمن راکټي حملې به بې ځوابه پاتې نشي.
حمد الله محب کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې شهیدان او زخمیان شوې ول.
ښاغلي محب په پیل کې د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ مشرانو سره غم شریکي وکړه، ددې پېښي شهیدانو ته یې فردوس جنت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه. هغه له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دوښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.
د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې وویل، دوښمن د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په مرسته غواړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات ایجاد کړي، خو په خبره یې چې دوی باید پوه شي، چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.
هغه له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو ږغ وکړ، چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دوښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.
د کنړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل، چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د ډیورنډ د فرضي کرښې په صفري نقطه کې له جګړې وروسته پاکستان د کنړ په ځینو سیمو راکټي بریدونه وکړل، چې د رسمي شمېرو له مخې په سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعدآباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکیان په کې وژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
Comments are closed.
د ياران له ټول ټيم نه نړۍ مننه کوم
د ياران له ټول ټيم نه نړۍ مننه کوم