هیل یا لاچي؛ د کولسټرولو کچه برابره ساتي او د وينې غوټه کېدو مخه نيسي

سپینه تجريدي ډیزاین

هېل یا لاچي ته طبيعي ډکلوفينک وايي، ځکه دردونه ارامه کوي. لکه: د ملا درد،د عضلاتو درد، روماتيسم او داسې نور….
هېل په پخلي کې هم مهم رول لري،او پخلي ته مو ځانګړى خوند وربښي.زمونږ د ډېريو کورونو په پخلنځي کې هېل په چاى او قتغونو کې استعمالېږي.
د طب برخې متخصصه امال فتحي د هېل په اړه وايي: هغه خلک چې غواړي وزن يې زيات شي، هېل دې په خپل خوراکي توکو کې واچوي.ځکه هېل په خپل ځان کې داسې ځانګړنه لري، چې زمونږ اشتها او هضم ښه کوي.خوراک ته مو زړه کېږي، او ډوډۍ زياته خورو.
دا چې هېل نورې کومې ګټې لري، او د کومو ناروغيو لپاره د درمل په حساب کې راځي، دلته يې راسره ولولئ:
۱-ـ هېل د خولې بد بوى ختموي، او د هاضمې سيستم لپاره غوره وي.
۲ـ هېل اشتها راوړي. نو هغوی چې اشتها نه لري، او ډوډۍ ته یې زړه نه کېږي، هېل دې وخوري.
۳-ـ د هېل بل حيرانونکى خاصيت دا دى، چې د ځيګر رګونو کې د وينې بندښ خلاصوي.
۴-ـ هغوى چې زړه يې رابدېږي،او يا هم قى کوي، نو هېل دې وخوري.
۵-ـ هېل کې پروټين،ويتامين بي، ويټامين سي او کلسيم شتون لري.
۶-ـ هېل قبضيت ختموي.
۷-ـ د انسان د کولسټرولو کچه برابره ساتي، او د وينې غوټه کېدو مخه نيسي.
۸-ـ هېل د مغز لپاره ګټور وي،او رواني ارامتيا را په برخه کوي.
۹-ـ هېل ته طبيعي مولټي ويټامين هم وايي.
۱۰-ـ ځیني خلکو ته د وچ ټوخل عادت پیدا شوی وي. نو دوی کولی شي، چې له هېل څخه ډېره ګټه واخلي، ځکه هېل وچ ټوخی ښه کوي.
۱۱-ـ هېل د انسان ځيګر او بډوډي پياوړي کوي.
۱۲-ـ هېل ادرار زياتوي.
۱۳-ـ هغه زهري مواد چې د انسان په بدن کې راټول شوي وي، هېل يې د ادرار په واسطه له بدن څخه باسي.
۱۴-ـ هېل زمونږ د بدن اضافي مالګه له بدن څخه باسي.