هند له متحده ایالاتو سره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته رسېدلی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

هند د متحده ایالاتو سره د توغندیو او ډرون الوتکو فعالیت ښه کولو لپاره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته نږدې شوی.
د راپورونو په حواله، دغه تړون به هند ته د چین له نظامي ځواک سره د مبارزې په موخه مختلفو هوایي او ځمکنیو معلوماتو ته لاسرسی ورکړي.
د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې احتمال شته چې دغه تړون راتلونکې اونۍ هند ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر د سفر په جریان کې اعلان شي. چیرې چې دوی له خپلو هندي سیالانو سره لیدنه لري.
امريکايي کمپنيو له ۲۰۱۷میلادي څخه تر اوسه پر هند د ۲۱ ميليارد ډالرو وسلې پلورلي.
د امریکا حکومت پر هند پرلهإپسې فشار راوړي چې د پوځي وسايلو د ښه استعمال لپاره د حساسو معلوماتو د تبادلې تړون ورسره لاسليک کړي.
د هند کابینې د چهارشنبې په ورځ د تړون په وروستۍ مسوده بحث وکړ.
د هندي حکومتي سرچینو په حواله، د متحده ایالاتو او هند ترمنځ له پخوا استخباراتي معلومات تبادله کېدل، په ځانګړې توګه په سیمه کې د چین فعالیتونو په اړه معلومات تبادله شوي.