جګړه ځپونکي هلمند کې ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د مېرمنو د اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرول په پار د دې ولایت د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار د زمینې برابرولو په پار پر یادو مېرمنو د سبو وچولو او پروسس د اړینو توکو او دستګاوو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د افغانستان د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو له قوله وایي:

د یادې پروسې له لارې هغه ښځې، چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي، بېوزله او له مالي ستونزو سره مخ وي، دسبو د پروسس دستګاه او اړین توکي ورکول کیږي، ترڅو له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.

کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابریږي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

سرچینه زیاتوي؛ دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې؛ موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالۍ کې ۳۵۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې وه.

نورو برخو کې کار

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
ددغو مرستو موخه د مېرمنو اقتصادي ملاتړ او د دوی د کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

سرچینه زیاتوي؛ د کرنې وزارت په هېواد کې د مېرمنو د وړتیا لوړلو او اقتصادي غوړېدا په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړي دي او هلې ځلې کوي چې، بېوزله کلیوالې مېرمنې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو په راتلونکې کې دغه مېرمنې پر ځان بسیا دوی او کورنۍ یې روښانه راتلونکې ولري.
باید وویل شي چې دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د تېرو څو ورځو راهیسې هلمند د سختې جګړې کوربه و چې اوس یې هم په یو شمیر سیمو کې نښتې روانې دي.