له زړه تنګونه د خلاصون ساده لارې چارې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

انسان طبیعتاً کله کله بې دلیله خپه شي. زړه یې تنګ وي. ځينې کسان بیا دومره له دې حالته په تنګ وي چې نه شي کولی خپلې ورځنۍ چارې سمبال کړي.
دې لیکنه کې مو د زړه تنګون د لرې کولو څو اسانه لارې چارې په ګوته کړي چې د لیکنې په ترڅ کې به یې ولولئ.

۱-دعا او عبادت:

هر کله مو زړه په تنګ و. دلیل یې هم درته مالوم نه و؛ نو هڅه وکړئ له زړه تنګونه د خلاصون لپاره، رب متعال (ج) ته سر ښکته کړئ، دعا وکړئ. څو پاڼې قران کریم تلاوت کړئ. د سورة التوبه ( ۱۲۹) آیت، د آل عمران( ۱۷۳) آیت په ځلونو د ورځې تکرار کړئ. سره له دې چې ټول قران شریف سکون ورکوونکی دی؛ خو د یس شریف، سورة الواقعه، سورة الرحمن په تلاوت سره خاص سکون انسان ته پیدا کېږي؛ ځکه چې کله سورة الواقعه او الرحمن له ژباړې سره تلاوت شي، انسان په کایناتو کې تفکر ته هڅوي. دا ورته وايي چې خدای ج پر خپل هغه بنده څومره رحم کوونکی دی چې خپله ترې بې نیازه دی.

۲-څو شېبې یوازېتوب او تفکر:

یوه ارامه ځای ته ولاړ شئ، ارامه خونه/اتاق چې څوک پکې نه وي. یو قلم او کتابچه راواخلئ. لومړی مو هغه څه ولیکئ چې نه یې لرئ. ورپسې مو هغه شته شیان(مادي او معنوي) ولیکئ چې لرئ یې. له خپل وجوده، روغتیا، ښېګڼو نیولې آن تر کور، موټر….
دا دواړه سره پرتله کړئ. بیا وګورئ هغه څه چې یو وخت ستاسو هیله وه، اوس درسره شته. هغه څه مو چې درلودل او بایللي مو دي، له شک پرته چې بدیل یې هم خدای درکړی. هغه څه چې نه لرئ، د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه وکړئ. شرعي او جایزې هیلې مو له خدایه وغواړئ. د دې په اړه فکر وکړئ چې ښايي اوسمهال تر تاسو هم په ټيټه کچه مادي/معنوي برخه کې خلک ژوند تېروي؛ خو تاسو هڅه وکړئ ژوند د هغوی په څېر تېر نه کړئ؛ ژوند وکړئ!

۳-پلی تګ:

څو شېبې له کوره دباندې ووځئ. که لرې نه شئ تللی، په خپله کوڅه کې پلی تګ وکړئ. د هېڅ شي په اړه فکر مه کوئ. یوازې له اسمانه، له ونو/بوټو، له شاوخوا کورونو، موټرونو، ډول ډول خلکو چې تېرېږي، د ماشومانو له خنداوو او مستیو خوند واخلئ.

۴-له ملګرو سره د بنډار بند و بست وکړئ!

هڅه وکړئ په زړه تنګون کې د خپلې دندې او مسوولیتونو په اړه فکر کول پرېږدئ. کله کله باید حداقل اونۍ کې یو ځل انسان لټ شي. دنده او مسوولیتونه باید د انسان د تفرېح خنډ نه شي؛ ځکه یو ځل چې ناروغ شي، یا اروايي ستونزې پیدا شي، بیا همدا دنده هم له سړي پاتې کېږي. د هرې بوختیا تر څنګ، د ملګرو مجلسونه، غونډې او بنډارونه مه پرېږدئ.

۵- شعر دکلمه کړئ!

هغه کسان چې له شعر و شاعرۍ سره مینه لري. د خپلې خوښې شعر دې دکلمه کړي، ځان ته ډالۍ دې ډالۍ کړي. سربېره پر دې هغه څه چې ځوروي یې، ودې یې لیکي او کاغذ دې وسوځي یا څېرې دې کړي.