ژباړه: نسیمه محمدي
سهارنۍ سردردي کېدای شي د مغزي تومور یوه نښه وي.
پوهېږو ځینې وختونه سر دردي د ګواښوونکو ناروغیو لکه د مغزي تومورنو نښه ده په ځانګړي ډول د نورو حالتونو سره، سره او دا چې د ورځې په ځانګړي وخت ډېر او سخت شي. د مغز او اعصابو یو متخصص په دې بیان سره چې د پښو او بازوګانو سوزش ډېر کم وخت په مغزي سرطان د اخته کېدو نښه ده، وویل: د لاسونو او پښو سوځېدل د محیطي اعصابو ناروغیو کې ډېر لیدل کېږي.
د مغز او اعصابو دا جراح وایي: که څه هم ډېر ځله په لویانو کې د سر درد لاملونه ستړیا او چابېریالي تشوېشونه ښودل شوي، مګر دا لاملونه په ماشومانو کې صدق نه کوي.
نوموړي زیاته کړه: د مغزي سرطان یوه نښه سردرد ده، چې د معمول سره سم د ورځې په شروع کېدو د سهار په وخت پیلېږي او اندازه یې سهار ډېره، زړه بد والی او کانګې ورسره وي.
دې جراح د تومور ځای او موقعیت او سردرد تر منځ د تړاو په اړه وویل: د بېلګې په ډول که تومور د باصرې عصب ښکته برخه کې وي، ښایي د بدن د په باصرې حس کې اختلاطات رامنخته کړي، که د سامعې عصب په ګاونډ او غوږونو ته نېژدې وي. د اورېدو حس د ګډوډۍ لامل ګرځي که چېرې دا سر درد په مرکزي اعصابو برخه کې وي د معمول سره سم سر ګنسي او د بدن عدم تعادل رامنځته کوي. په هغه صورت کې چې سر درد مغز په حرکتي برخه کې واوسي، د تومور په مقابله برخه کې حرکتي اختلافات رامنځته کېږي، په دې معنا چې د تومور مقابل لوري کې د لاسونو او پښو کمزورتیا سبب ګرځي.
نوموړي د سرطانونو د درملنې په برخه کې دا چې لومړۍ درملنه جراحي عمل دی وویل: د مغز او اعصابو جراحي کې څو موخې دي چې لومړی د تومور نمونه اخیستل او تشخیص دی، نورې درملنې لکه کیمیاوي درملنه هم اړینه ده.
نوموړی جراح کېمیاوي درملنې ته په اشارې چې دا ډول درملنه زیاتره د خبیثه سرطانونو لپاره کارول کېږي، زیاتوي: د سلیم تومورونو په برخه کې، د هغوی د بشپړ تومور ایستل د ناروغ د سلامتیا او روغتیا سبب کېږي.
نوموړی هغو کسانو ته چې تل د سهار په وخت سردردي او ورسره زړه بدوالی او کانګې لري د ډاکټر سره د کتنې سپارښت کوي، وايي په ماشومانو کې سردردیو ته هم باید پاملرنه او جدي وګڼل شي.
په ماشومانو کې سر درد د لویانو په پرتله د عاجل اقدام او تشخیص وړ دی او د سي ټي اسکن او ام آر آی په وسیله کېدای شي تشخیص شي.