ډېر اولاد لرل د مور و پلار روغتیا ته دا زیانونه لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 
په افغانستان کې خلک زیات اولاد لرل؛ په ځانګړي ډول د نارینه هغه وو ته ډېره پاملرنه کوي.
دا په داسې حال کې، چې د افغانستان د احصایي ملي اداره د افغانستان د نفوسو چټک زیاتوالي اندیښمنه کړې ده.
دغې ادارې، څو میاشتې مخکې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې هرکال له اټکله پورته ۳۰۰ زره تنه نفوس زیاتیږي.
دا مسئله د اندیښنې وړ ځکه ګڼل شوې، چې هر هېواد د نفوسو د زیاتوالي لپاره یې باید د خپلو جغرافیوي، اقتصادي، تعلیمي، صحي او نورو امکاناتو له مخې یو حد وټاکي او پریکړه پرې وکړي.
عام باورونه
په افغانستان کې د اسلامي او ټولنیز باور له مخې، زیات خلک په دې نظر دي چې اولاد سره خدای”ج” د هغه رزق هم حواله کوي.
په دې کې شک نشته، چې د رزق ذمه خدای ‘ج’ کړې، خو بنده هم باید په دې برخه کې مسولانه رفتار وکړي.
یانې د خپل وطن اقتصاد، تعلیم، صحت، خپل شخصي ژوند او نور ټول امکانات په نظرکې ونیسي او د هغو له مخې د خپلو اولادونو د زیادښت شمېر وټاکي.
په دې مطلب کې به اوس د اولادونو د زیادښت یوازې هغه زیانونه بحث کړو چې د مور و پلار روغتیا ته یې پېښوي.
د زر مړینې ګواښ
طبي څېړنې د هغو میندو او پلرونو د صحي کمزورۍ او زر مړینې احتمال ښیي چې د اولادونو شمېر یې زیات وي.
په دې اړه د ایران د ملي علومو د اکاډمۍ خپرونې هم په تازه ګام کې یوه څېړنه خپره کړې.
څېړنه، که څه هم تر ډېره تاریخي بڼه لري خو څرګندوي، چې اوس هم د زیاتو اولادونو لرل میندو او پلرونو ته خطرناک دي.
جسماني لګښتونه
د یوتا پوهنتون د څېړنې له مخې، په ۱۹ مه پېړۍ کې ډېری هغه میندې او پلرونه تر نورو زر مړه کیدل، چې زیات اولادونه یې لرل.
د دوی د پایلو پربنسټ، هغه کورنۍ چې د اولادونو شمېر یې ۸ وو له هغو میندو او پلرونو سره یې د اقتصاد او صحت ترڅنګ د عمر د زیاتیدو لوی واټن وو، کومې کورنۍ چې ۱۴ اولادونه یې لرل.
څېړنه ښیي، چې د زیاتو اولادونو لرل په طبیعي ډول د مور و پلار عمرکموي.
دا وضعیت په ځانګړي ډول ښځو ته ډېرې بدې پایلې لري.
د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د میندو ړ زیاتې مړینې یو لوی دلیل زیات او بې پلانه ولادتونه دي.