د خوشحاله خلکو څو ورځني عادتونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نوراحمد فضلي
خوشحاله اوسېدل له ژونده د اصلي خوند اخیستلو له لارو چارو څخه دي. کېدلای سي ستاسي په نظر به تریو تندی یا خپه کس جذاب و ایسېږي، خو خوشحاله اوسېدل نه یوازي ستاسي د عاطفي رفاه و هوسایني له پاره ضروري دي، بلکي په خوشحاله ژوند کولو سره کولای سئ چي یو بریالی کس هم و اوسېږئ. په دې مطلب کي د خوشحالو کسانو هغه ۱۱ عادتونه درته بیانوو چي هغوی ئې په ورځني ډول ترسره کوي. زموږ سره اوسئ.
هغوی په خپل ژوند کي ځان او نورو ته احترام کوي
خوشحاله افراد په دې ښه پوهېږي چي څنګه له نورو سره چلند وکړي، ځکه دوئ په دې ښه پوهېږي چي خوښېږي ئې نور څنګه رفتار ورسره وکړي. په ژوند کي د نورو سره د سلوک و رفتار څرنګوالي ته زیاته پاملرنه کول به مو د بریا لوړو پوړو ته ورسوي.
هغوی پر ځانو باورمند دي
هیڅوک هغه څه ته چي غواړي ئې نه رسېږي خو یوازي هغه وخت چي هرڅه و هر خوب و موخي ته د رسېدو په موخه پر خپل ظرفیت باندي باور ولري.
هغوی له خپلو شتو خوښ او شکرکښونکي دي
خپل شته حسول او په سبب ئې شکر کښل، که څه هم ډېر لږ وي، خو له انسانه منفي فکر لېري کوي او همدا هرڅه تاسي په یوه خوشحاله کس بدلوي.
د هغوی بهترین دوستان هم خوشحاله کسان وي
د خوښو او په زړه پورو عادتونو خپلولو آسانه لاره دا ده چي په څنګ کي ددې ډول اخلاقي خصوصیاتو افراد ولرئ.
هغوی د خپلو همزولانو په نسبت ډېر کم تلوېزیون ګوري
کله چي تاسي تلوېزیون ګورئ، د خپل حقیقي و واقعي ژوند له قیده وزئ او دا د ټولو هغو څیزونو سره چي ستاسي په ورځني ژوند کي پېښيږي – د اړیکي ساتلو په موخه خنډ ګرځي. له خپل حقیقي و واقعي ژونده خوند واخلئ او د تلوېزیون له نمایشي پردې څخه لېري اوسئ.
هغوی نیم کار کوونکي نه دي
خوشحاله کسانو ته درک لګېږي چي له یوه ستر کاره ستر بریالیتوبونه هراړخیز لاسته راځي. هغوی ډاډه وي چي د ژوند په ټولو عرصو کي دا ډول رویه ولري.
هغوی د خپلو ارزښتمنو شخصي ارتباطاتو په ساتلو کي کوشش کوي
تر دې به بل هیڅ شی هومره قناعت و لذت بخښوونکی نه وي چي د انسان شاوخوا ښایسته صفته انسانانو او په هماغه اندازه الهام بخښوونکو احاطه کړې وي. دا ډول دوستۍ تاسي له رواني فشاره ساتي او ژوند مو خوندور کوي.
هغوی د څیزونو د تغییر له پاره مختلفي لاري چاري لري!
هرکله چي کوم څیز کار نه کوي، یوازي لېوني کسان یاد کار ته ادامه ورکوي او غواړي چي نتیجه هم ورکړي. د نوو څیزونو تلاش کول د یوه قدیمي مشکل له پاره د نوي حللاري ازمویلو و لیدلو تر ټولو آسانه لاره ده.
هغوی د بې ارزښتو څیزونو په پرېښودلو کي درېغ نه کوي!
پرېښوول یو مهارت دئ. دا مهمه نه ده چي دا کار څومره سخت و ستونزمن دئ، تمرین او زیار ددې ستونزي د منفي و مخربو اثراتو د لېري کولو په موخه بهترینه حللاره ده.
هغوی زیات بخښوونکي و مقاوم دي
بهتره او خوشحاله کس اوسېدل همېشه آسان نه دي، خو معمولاً تاسي ته ستاسي د ناخوښو و خپه ملګرو په نسبت زیات د خوشحالۍ و آسانۍ احساس درکوي.
هغوی ددې له پاره چي د نورو په واسطه مینه ناک اوسي کوشش نه کوي او دې هرڅه ته اړتیا نه لري
په ظاهري شکل مینه ناک اوسېدل، له ژونده د واقعي خوند اخیستلو او بالاخره خوشحاله اوسېدو له پاره یو خنډ دئ. بریالي کسان چي په واقعي لحاظ خوشحاله دي، پر دې موضوع پوهېږي.