ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
دا معلومه او جوته سوې خبره ده چي انسان یو ټولنیز موجود دئ. په ټولنه کي یو انسان په یوازي توګه ژوند نه سي کولای؛ او یا په یوازي توګه ورته ژوند خورا سخت وي. د یوې مقولې له مخي وايي: انسان یو ټولنیز موجود دئ، چي يوه لحظه هم له خپلي ټولني او همنوعو پرته ژوند نه سي کولای – ولي کله چي د همدې انسان د لاس یوه ګوته درد وکړي، ډاکټر ته ضرورت پیداکوي، که د ځان له پاره یو سرپټوني جوړولو ته ئې اراده وي، بناء یا خټګر ته اړتیا لري او همداسي نور… او که يوه شېبه له خپلي ټولني و خپلو همنوعو څخه جلا سي؛ د هر ډول خطر سره د مخامخېدو شونتیا ئې سته.
دا نو داسي مثال لري، لکه د پسونو له رمې څخه چي یو پسه را جلا سي، نو ددې پُسه له پاره په کنده کي د غورځېدو، د دښمن (لېوه) د حملې، او د لاري د ورک کېدا وېره حتمي ده – شاید همدا وجه و همدا فلسفه وه چي د انسانانو معمار، الله تبارک و تعالی ټول موجودات جوړه – جوړه یعني نر او ښځه پیداکړي دي او انسان هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دئ. ولي چي الله تبارک و تعالی ښه پوهېدی چي مخلوق (انسان) ئې په یوازي توګه ژوند نه سي کولای، نو ځکه ئې د آدم له پاره حوا پیداکړه. اوس ددې له پاره چي خوشحاله واده او له خپلي مېرمني/ له خپل خاوند سره خوشحاله ګډ ژوند ولرئ – موږ درته لاندي پنځه آسانه لاري چاري ذکر کوو، امید دئ چي ستاسي او زموږ ټولو په ژوند کي به خوشحالي راولي:
۱ـ کله کله مو مېرمن په ناڅاپي ساده تحفو و هدیو سره حیرانوئ. د زړونو ګټلو بله هیڅ لاره به تر ناڅاپي او نه تمه کېدونکو تحفو هومره کامیابه و بریالۍ نه وي.
۲ـ د شخړو او خبرو اترو پر مهال کرار و خاموشه اوسئ.” د غُسې پر مهال د زغم و حوصلې يوه شېبه د زرونو پښېمانۍ له شېبو مخنیوی کوي. “ [حضرت علی کرم الله وجهه]
۳ـ که مو مېرمن ښایسته نه وي د اندېښنې خبره نه ده. تاسي به ووینئ او یا به مو ليدلي وي چي د ډېرو ښايستو مېرمنو خاوندان – هم په نورو ښځو پسي ګوري. نو، دا دُنیا هیڅکله د انسانانو ټولي غوښتني و ټول خواهشات نه سي پوره کولای. له خپلو شتو او خپل نصیب سره پر همدې دُنیا خوشحاله اوسئ.
۴ـ ډېری وخت یو وبل ته مسېږئ، یو وبل په غېږ کي ونیسئ، او ډېر وخت مو له یو وبل سره یوځای تېر کړئ – داسي چي له کورنۍ سره مو تر ځيرکو ټلیفونانو، کمپیوټرونو او… ډېر وخت تېروئ.
۵ـ د یوه او بل له پاره د هوسایۍ منبع اوسئ. ښه او بد، لوړي او ژوري په ژوند کي حتمي دي – او دا چي وسئ کولای خپل دغه حالت له یوه کس سره شریک کړئ دا واقعاً ستر نعمت دئ. که تاسي په کار، ښوونځي، مالي ستونزو او … کي له کړاو سره مخ یاست، حالت مو له خپلي مېرمني سره شریک کړئ او د هغې مشوره و دعاوي وغواړئ.
امُید دئ چي پورتني ۵ آسانه لاري چاري زموږ و ستاسي ټولو په ګډ ژوند کي خوشحالي راولي او له کورونو مو د کرکي، نفرت، بدبینۍ، او دښمنۍ فضاء ورکه او پر ځای ئې د هوسایني، آرامۍ، میني و محبت فضاء حاکمه سي. آمین