لیکنه: رها واعظي
ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
موږ ډېری داسي فکر کوو چي د ژوند په هره شېبه کي د خوشحاله اوسېدو له پاره باید خپل عادي عادتونه تغییر کړو او يا خو ښې ډېري پیسې ولرو. اصلي خبره دا نه ده چي موږ دي په ژوند کي د خوشحاله اوسېدو له پاره کافي دلایل ونه لرو، اصلي خبره دا ده چي له ژوند د خوند اخیستلو چل زده کړو. دا موضوعات خپله یو فن او هنر دئ او زده کول ئې د بل هر مهارت په شان تمرین او تداوم ته اړتیا لري. په اوسمهال کي، تر ټولو ډېر چي له ژوند د خوند اخیستلو په موخه ورته اړتیا ده، هغه کابو زموږ ټولو سره سته او اصلي خبره له ژوند په خوند اخیستلو کي، زموږ د لومړیتوبونو روش او شېوه ده. راځئ له ځانو وپوښتو: څنګه کولای سو چي له ژوند خوند واخلو؟ او بیا داسي جواب ورکړو: له ژونده د خوند اخیستلو په موخه باید د کارونو د لومړیتوب ورکولو وړتیا د هغوی د اهمیت د کچې پر اساس ترلاسه کړو.
څنګه له ژونده خوند واخلو؟
ډېری کسان هر وخت په دې لټه کي وي چي له ژوند خوند واخلي او د خوشحالۍ د احساس لرلو له پاره بېلابېلي لاري ازمويي. موږ په دې لیکنه کي له ژونده د خوند اخیستلو له پاره ۲۵ آسانه و ساده لاري چاري درته وړاندي کړي دي. نو د خوشحاله اوسېدو او له ژوند د خوند اخیستلو له پاره باید له همدې نن څخه پیل وکړو او وخت له لاسه ورنکړو.
1. پر خپلو ځانو تمرکز وکړو
موږ همېشه د نورو سپارښتنو او نظریاتو ته انتظار یوو. نور هم همېشه د خپلو تجربو په رانقلولو او بیا پر هغو د سم مُهر وهلو سره – علاقمند دي. البته زموږ د ټولو تصامیمو او د هغوی د عواقبو پړه آخر خپله موږ ته راګرځي. نو ځکه باید پر خپلو ځانو تمرکز وکړو او د خپلو موخو په لاس راوړلو له پاره باید له بهترینو لارو ګټه واخلو.
2. استراحت ته پام وکړو؛ او خاص وخت ورته وقف کړو
د ژوند له ستونزو او ننګونو په ډکو وختو کي، غوره ده چي خپلو ځانو ته د استراحت له پاره هم وخت ځانګړی کړو. استراحت، د بایللي انرژۍ او سېک د بیاځلي ترلاسه کولو او ځان ته په راګرځېدلو کي خورا بهترین او ګټورترین کار دئ.
3. له پېښو و خبرونو لېري اوسو
د پېښو و خبرونو په تله کي راګیرېدل خورا آسان دي او بیا د هغو تر عمومي اغېز لاندي راتلل بیا تر هغه لا آسانه دي. غوره ده چي ډاډه اوسو که له اخبار لېري هم اوسو، بیا هم له مهمو پېښو او خبرونو څخه نه بې خبره کېږو. نو بهتره خبره ده چي د بېلابېلو اخبارونو لوستلو یا اورېدلو ته د وخت ورکولو پر ځای، خپله ارزښتمنه انرژي او ارزښتمند وخت تر ډېر د دې هرڅه له پاره هدر نه کړو او د ډېرو مهمو او اغېزناکو مواردو له پاره وخت وقف کړو.
4. خپلي مثبتي اړیکي وغځوو؛ پراخي کړو
له ژونده د خوند اخیستلو له پاره، کولای سو چي د ژوند د ملګري، کورنۍ او دوستانو سره د مثبتو اړیکو رامنځ ته کولو پّ موخه وخت ورکړو. باید داسي کسان را پیدا کړو چي زموږ د ژوند د ارتقاء سبب کېږي او خپله انرژې د یادو کسانو سره د اړیکو پر ساتلو متمرکزه کړو.
5. د نوو کسانو سره ووینو
کله چي غواړو دې پوښتني ته چي: څنګه خوشحاله اوسو او له ژونده خوند واخلو، ځواب ووایو، په لومړي قدم کي باید له ژونده د خوند اخیستلو په موخه پر ډېرو ساده او د لاسرسي وړ لارو باندي فکر وکړو. ژوند په ټولو کي، د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دئ. ځکه نو د نوو کسانو سره آشنايي او لیدل، د انسان د روحیې د بهبود سبب کېږي. کله چي د نوو کسانو سره ملاقات کوو، په ټولنه کي زموږ د حضور له پاره زموږ اړتیا برطرفه کېږي او له نوو نظریاتو و آندونو سره آشنا کېږو.
6. نوي ځایونه کشف کړو
د نړۍ له بېلابېلیو فرهنګونو سره د آشناکېدو او متنوع تجاربو ترلاسه کولو له پاره، کولای سو چي نوو ځایونو ته سفر وکړو او د ځمکي پر مخ د نوو ځایونو له فرهنګونو څخه باخبر سوو.
7. خپلي هیلي و آرزوګاني مو په یوه نوملړ کي ولیکئ
کله چي په خپل دماغ کي، د یوې موخي له پاره پلان جوړونه کوو، یو ځای ته د سفر کولو نیت لرو، په ذهن کي د نوو جامو د رانیولو نظر تېريږي او یا غواړو چي د خپلو راتلونو ورځو له پاره ځانګړي شرایط چمتو کړو، بهتره ده چي یو نوملړ یا فهرست جوړ کړو او پورته ټول ذکر سوي موارد په دې فهرست کي ولیکو. له خپلو هیلو و آرزوګانو نوملړ چمتو کول زموږ سره دا مرسته کوي چي هیڅ وخت هغوی له یاده ونه باسو او همېشه هغوی ته په رسېدو کي تلاش وکړو. خپلو موخو و خوبونو ته د رسېدو په موخه هڅه و هاند کول، له ژونده د خوند اخیستلو سبب کېږي.
8. د خپلو آرزوګانو و خوبونو د رښتیا کېدو په لټه کي اوسو
باید له ځانو سره ژمنه وکړو چي هر کال د خپل فهرست سوو هیلو و آرزوګانو څخه ئې یو شمېر ته ورسېږو او پوره ئې کړو. په دې ډول به احساس کړو چي زموږ خوبونه پوره سوي دي او د آرزو په مرحله کي نه دي پاته سوي. دا کار مو له ژوند پر خوند اخیستلو باندي زیات تاثیر لري.
9. له خپلو پیسو څخه د نوو تجربو په ترلاسه کولو کي ولګوو
د نوو تجربو ترلاسه کول، زموږ له پاره – په فرد پوري منحصري خاطرې- جوړوي او زموږ ژوند ته رونق و مفهوم وربخښي. د شتمنۍ په ساتلو او د هغو له خرڅولو وېره لرل، سبب کېږي چي موږ د نوو تجربو و خوندونو د ترلاسه کولو فرصت له لاسه ورکړو.
10. خپل بېکاره سامان آلات لېري کړو
فزیکي ګډوډتیا یو د روحي اختلالاتو د رامنځ ته کېدو سبب بلل کېږي. باید پر خپل شاوخوا باندي اضافي سامان آلات لېري کړو. دا کار زموږ د آرامښت احساس سبب کېږي.
11. منني او تشکرۍ ته خاص وخت ورکړو
بهتره خبره ده چي روزانه درې هغه دلایل چي زموږ د خاطر د خوشحالۍ و رضایت سبب کېږي، په یوه کتابچه /دفترچه کي ولیکو او د هغو په خاطر، د خدای ج حمد اداء کړو. د قدردانۍ احساس زموږ سره مرسته کوي چي هره ورځ د مخکینۍ هغې څخه لا زیات پر خپلو هستیو و شتمنیو تمرکز وکړو او په خاطر ئې خوشحاله اوسو.
12. د خپل وخت د ضایع کېدو سببونه وڅېړو
شاید تاسي به هم ورسره مخامخ سئ چي د ورځي په پای کي، د وخت له ژر تېرېدو څخه هک پک اوسئ او یو کار مو هم نه وي کړی. د همدې له پاره چي د یادو شرایطو سره مخامخ نه سو، بهتره ده چي د خپل وخت تېرولو په اړه حساس اوسو. د ټولو هغو وختونو بررسی کول چي د ورځي په جریان کي مو هر کار ته ځانګړي کړي وي، کولای سو پوه سو چي د اوونۍ په جریان کي زموږ ډېر وخت پر چشي مصرف سوی دئ. کله چي د خپل وخت تېرولو په اړه پوه او خبر سو، لا ښه کولای سو چي د خپل وخت تېرولو له پاره تقسیم اوقات جوړ کړو.
13. خپل انتخابونه په پوهېدلي ډول وکړو
په ژوند کي هیڅوک هم دومره عمر نه لري چي هرڅه پخپله تجربه کړي او ژوند دقیقاً هغه رقم جوړ کړي چي زړه ئې غواړي. ځکه نو بهتره ده چي د کارونو د ترسره کولو او بهترینو انتخابونو له پاره، په پوهېدلي او دقیق ډول تصمیم ونیسو. د هر چا د ژوند مسئولیت او پړه په بشپړه توګه د هغه پر خپله عهده ده، نو د بهترینو شرایطو د رامنځ ته کولو له پاره، باید د هري موضوع په انتخاب کي دقیق او پوهېدلي اوسو.
14. د خپلي فردي توسعې و پرمختګ له پاره هلي ځلي وکړو
هرڅومره چي له ځانو خبر اوسو او پر ځانو زیات باورمند اوسو، هغومره ډېر به دروني رضایت ولرو. د بېلابېلو کتابونو مطالعه کول، زموږ سره دا مرسته کوي چي لا زیات خپل ځانونه وپېژنو او د خپلي فردي توسعې په لور ګام واخلو.
15. باید په یاد ولرو چي هر احساس تېرېدونکی دئ
له ژونده د خوند اخیستلو د څرنګوالي د فهمولو په موخه اصلي موضوع، ددې حقیقت منل دي چي ومنو، هیڅوک سل په سلو کي هر وخت خوشحال نه وي. د ژوند له ننګونو په ډکو وختو کي، باید په یاد ولرو چي ژوند له لوړو ژورو ډک دئ او ټولو احساسات تېرېدونکي دي.
16. د خپلو بریالیتوبونو په ویاړ جشنونه ونیسو
په یوه هدف محوره ټولنه کي د بریالیتوب پر لور تلل او په یوه مسیر کي بریالیتوب خورا آسانه دي، خو په اغلب ګومان هیڅوک د بریالیتوب څکه نه کوي. له ژونده د خوند اخیستلو او انګېزي درلودلو له پاره، باید د خپلو بریاوو له پاره جشن ونیسو؛ هغه که کوچنۍ یا لويي بریاوي وي. په ژوند کي باید یوازي پایلي یا نتیجې ته پر رسېدو باندي تمرکز ونه کړو، بلکي بهتره ده چي له لاري پر خوند اخیستلو فکر وکړو.
17. له کوچنیو پېښو او معمولي شېبو هم خوند واخلو
حتمي نه ده چي لوي خاطرې و پېښي دي وسي څو موږ خوشحالي وکړو او له ژونده خوند واخلو. ژوند شېبه په شېبه له خونده ډک دئ او که د ژوند ډېرو کوچنیو شېبو ته هم له متفاوت نظره وګورو، له ډېري کوچنۍ لحظې به هم خوند واخلو.
18. ذهن و دماغ پېژندل تمرین کړو
هرکله چي خپل احساسات وپېژنو او پر خپلي شاوخوا د پېښو له څرنګوالي خبر اوسو، دلته مو له خپل ذهن و دماغه د سټریس، فشارونو او اندېښنو د لېري کولو او بهر کولو موثره لاره موندلې ده. دا کار ددې سبب کېږي، چي واقعي ژوند ته راوګرځو او خوشحالي په خپل حقیقي ژوند کي تجربه کړو. په زدکړه او د ذهن پېژندلو و آګاهۍ په تمرین سره کولای سو چي په ژوند کي لا ښه احساس ولرو.
19. له کور دباندي په تفرېح و چکر ولاړ سو
زموږ د حال و احوال سمېدو له پاره، کولای سو چي له کوره دباندي ووزو او پر پوست باندي د باد او لمریني انرژۍ د چلېدو خوند احساس کړو. تازه هوا زموږ سره د روحیې په ترلاسه کولو کي مرسته کوي او د لمر په ځلېدو سره زموږ پوست کافی اندازه ویټامین ډی جذبوي.
20. خپل نظر په پوره صراحت سره څرګند کړو
کله چي د خپلو افکارو و نظریاتو له څرګندولو وېره لرو او نه سو کولای چي په بېلابېلو مسایلو کي خپل نظر څرګند کړو، په دې معنا چي پر ځان باور نه لرو. له خپلو افکارو، نظریاتو او غوښتنو ږغېدل و بحث کول شاید په لومړي قدم کي ناراحت کوونکي اوسي، خو په اوږدمهال کي له ژونده زموږ د خوند اخیستلو سبب ګرځي.
21. د خوښۍ لحظې مو ثبت کړو
د ښو احساساتو لرلو په خاطر، کولای سو چي پخواني عکسونه، خواږه محفلونه او د ژوندانه دوران بېلابېلي نقاشۍ مو ثبت او راسره وساتو. دا کار زموږ په ذهن کي ښې خاطرې و شېبې ژوندۍ کوي او زموږ د درونۍ خوشحالۍ د ایجاد سبب کېږي.
22. فعال اوسو
په ورځني ډول د ورزشي فعالیتونو او حرکتونو ترسره کول زموږ په وجود کي د اندروفین د آزادېدو او په طبیعي ډول د بدن د دردونو د کمېدو سبب کېږي. همدارنګه فزیکي تمرینات ترسره کول زموږ په وجود کي د سټریس د ښکاره کېدو مخه نیسي.
23. زدکړي ته ادامه ورکړو
موخه لرل او د نوو موضوعاتو کشف ته وخت ورکول، زموږ د ښه احساس درلودلو سبب کېږي او موږ په خورا اغېزناک ډول بوختوي. په هر حال، موږ هیڅکله هم نه پوهېږو چي په علاقمندیو پسي تلل او د نوو څیزونو کشفول موږ کوم لور ته سوق کوي.
24. د مهربانۍ تمرین وکړو
موږ هغه وخت کولای سو چي د خلګو سره مهربان اوسو، چي لومړی زدکړو – د ځانو سره مهربان اوسو. په ستونزمنو شرایطو کي، مهربان اوسېدل او تېرېدل، د فرد د خوشحالۍ احساس سبب کېږي.
25. داوطلبانه او انسان خوښ فعالیتونه ترسره کړو
په داوطلبانه و انسان خوښو فعالیتونو کي حضور او ونډه اخیستل، زموږ ژوند ته معنا و مفهوم ورکوي. یو شمېر داوطلبانه فعالیتونه، سره له دې چي هومره جالب و په زړه پوري هم نه وي، خو بیا هم په موږ کي د خوشحالۍ احساس راپیداکېدو سبب کېږي او همدا موضوع زموږ سره مرسته کوي چي له ژونده لا زیات خوند واخلو.