ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په نننۍ پُر خشونته نړۍ کي څوک نه غواړي چي خوشحاله اوسي، خوشحالي د هر انسان طبیعي غوښتنه ده او بیا زموږ په شان يوه ټولنه کي چي خوشحالي او خندا مو تر بېخي لږو ورځو پوري محدوده کړې وي؛ بېخي ضرور ده. په ځانګړي ډول زموږ ښځينه طبقه چي تر ډېرو په کورو کي مصروفي وي، د تفرېح او چکر زمینه ورته برابره نه وي، دوئ خو بېخي غواړي چي خوشحاله اوسي. خوشحالي حاصلول که څه هم د انسان له درونه سرچینه اخلي، ولي نه یوازي زموږ په ټولنه کي، بلکي د نړۍ په ډېرو ځایو کې خلک په مادیاتو، پیسو، مقام، شهرت او… کي لټوي. همدارنګه ډېری کسان چي غواړي خوشحاله اوسي پر سفرونو، میلو، نوو موټرانو، او… پیسې مصرفوي څو یاد هدف حاصل کړي، خو سره له دومره کوښښونو بیا هم خوشحاله نه وي.
که زه وپوښتم یا ونه پوښتم، حتمن تاسي هم د یاد هدف له پاره خپل پوره کوښښ کړی دئ، سفرونه مو کړي دي، نوي موټران مو سره تا و بالا کړي دي، خرچې مو کړي دي، په لوکسو هوټلو کي مو مېلمستیاوي کړي دي او… خو بیا هم خوشحاله سوي نه ياست، او که سوي هم یاست، د بېخي ډېري کمي مودې له پاره – ځکه چي ستاسي طریقه غلطه ده. خوشحالي چي تاسې باید په خپل درون کي ولټوئ او یا په ډېرو ساده شیانو کي، تاسې په خانۍ کي لټوئ. خو زه وایم، چي تر کومه به د خوشحالۍ حاصلولو له پاره پر پیسو او مادیاتو تکیه کوئ؟ آیا په پیسو سره خوشحالي رانیولای سئ؟ آیا نه سي کېدای چي په ډېرو کوچنیو تغیراتو سره پر شونډو موسکا راولو او ځانونه آرام او خوښ وساتو؟ په نننۍ لیکنه کي مو ستاسي له پاره يو داسي روش در معرفي کړی دئ چي په نړیوالو څېړنو ثبوت او ارواپوهانو ئې هم اغېزناکتوب منلی دئ، چي هغه د ژوندانه په محیط کي له ښو بویونو او خوشبو ګانو استفاده کول دي.
داسي بویونه چي خاطرې را ژوندۍ کوي
د ډېرو کسانو له پاره، مختلف عطرونه یوازي بویونه نه دي، بلکي د ډېرو له پاره د خاطرو یوه برخه دي او د افرادو د خوشحاله کېدو سبب کېږي. ځیني کسان کله چې د تازه بسکویټو بوی له پزي سره مښلي چي پر مخ ئې خواږه ور اچولي دي، دوئ ته د مېندو د آشپزخانې یاد ور تازه کوي یا کله چې د تازه ګلانو بوی له پزي سره نښلي، د خپل واده د ورځي خاطرات ئې ور په یادېږي.
د عطرونو ښه بوی د خوشحالۍ د تحریک سبب کېږي
دا نوستالژیک ارتباطات تصادفي نه دي، بلکي پر دې باندي ډېري څېړني سوي دي. عطر د بشري حافظې په تحریک کي خورا مهم رول لري، سربېره پر دې، کولای سو چي له مختلفو بویونو څخه له سټریسه د خلاصېدو، خوشاله اوسېدو، سردرد د ختمېدو، سکون حاصلېدو او… له پاره کار واخلو.
سنبل؛ د روح او روان آراموونکي
د سنبل ګل بوی تقریبن سمدستي وروسته تر بویولو ذهن او بدن آراموي او یو بل مهم تاثیر ئې د خوب د اختلالاتو رفع کول دي. د پوهنتون په يوه څېړنه کي ۴۲ ښځي چي د خوب او خپګان مشکلات ئې لرل، دوئ په داسي محیط کي د یوې مودې له پاره پرېښودل سوې چي هلته د سنبل بویان ډېر ول، او تر یوې لنډي مودې وروسته ولیدل سول چي په دوئ کي د خوشحالۍ او سکون احساس زیات سوی وو.
دار چیني؛ د مغز یا عصابو پياوړي کوونکي
دا خوشبویه درمل سربېره پر دې چي ستاسي ورځ جوړوي، ویل کېږي چي عصاب هم پياوړي کوي. د هغي څېړني پایلي چي د ویلینګ پوهنتون له خوا سوې وه، دا ښکاره کوي چي د دارچینو بوی حسول د فرد لید پياوړی کوي او د حافظې او تمرکز د زیاتېدو سبب ئې ګرځي.
جلغوزي؛ د سټریس دښمن
د جلغوزیو عطر او بوی مو له وجوده سټریس باسي او تر داسي بریده مو خوشحاله کوي، چي د زړه له کومي وخاندئ او د سکون احساس وکړئ. جاپانیو څېړونکو د پوهنتون د یوې څېړني په ترڅ کي وښوول چي د جلغوزیو په ځنګله کي قدم وهل سټریس او خپګان تر بېخي زیاته بریده کموي او سبب کېږي هغه کسان چي جلغوزي بویوي، په وجود کي د زیات سکون او خوښ اوسېدو احساس وکړي.
تازه چمن؛ خوشحالي بخښوونکی
سمه ده چي چمن کرل داسي کار نه دئ چي هره ورځ دې په خورا شوق او ذوق سره وکړو، خو احتمالاً موږ ډېری که پوهېدای چي د تازه چمن بوی تر کومه بریده زموږ د خوشحاله کېدو سبب کېږي، په هیڅ ډول به له دې کاره نه وای پر شا سوي. د تازه لنډ سوي چمن بوی په انسان کي د خوشحالۍ محرک دئ او همدارنګه د مغز د وړتیا په زیاتېدو کي چي د عمر په زیاتېدو سره کمېږي، مرسته کوي.
مرکبات؛ انرژي بخښوونکي
که غواړئ چي په ګرده ورځ کي ستړي نه سئ او زیاته انرژي ولرئ، تر قهوې او چایو تېر سئ او راساً د لېمو او مالټې په شان مرکبات وکاروئ. د مرکباتو خواص یوازي تر ویټامین سي پوري محدود نه دي، بلکي دا ډول مېوې، ستاسي خوشحالي او انرژي زیاتوي او عقلانیت مو هم پياوړی کوي.
وانيلا؛ د ژوند له ښه حسه ډک
وانيل حتا که ونه هم غواړي تاسي ته یو عجبه ښه یاد درکوي او په زړه پوري دا چي بوی ئې هم کولای سي چي تاسي خپل خوږ او خوشحاله خلق او خوی درکړي. د هغو مقالو مجموعه چي په کال ۲۰۰۴ کي په دې برخه کي خپرې سوي دي، ښکاره کوي چي د وانيل بوی کولای سي په افرادو کي د خوشحاله اوسېدو او سکون احساس زیات کړي.
نعناع؛ د لټۍ او کهالۍ رفع کوونکې
نعناع سربېره پر دې چي خوله خوشبوه کوي، ستاسي پر مغز باندي هم مثبت اثار پرېږدي. د ویلینګ په پوهنتون کي یوه بله څېړنه ښيي چي د نعناع بوی د انسان د مغز کارکرده ګي بهتره کوي او انګېزه ئې زیاتوي. سره ددې، دا بوی سبب کېږي چي ډېر کم د لټۍ او کهالۍ احساس وکړئ.
د یاس ګل؛ د غمګینۍ له منځه وړونکی
ددې ګل ښکلا یو خوا ته، د یاس عطر کولای سي چي تاسي له غمګین حالته را وباسي او ددې سبب سي چي بهتر خلق او خوی ولرئ. همدارنګه په کال ۲۰۱۰ کي سوي یوې څېړني دا په ډاګه کړه، چي د یاس ګل د هوښیارۍ او عقلمنتوب د زیاتېدو سره مسقیمه اړیکه لري او له خپګانه سبب سوي منفي افکار له ذهنه پاکوي.