چا سره د زړه خواله وکړو؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: ملیحه ناصري
د انسان ژوند له سختیو ډک دی. کله کله اړتیا وي چې یو کس باید موږ ته غوږ شي څو ډک زړه ورته تش کړو؛ خو څوک راته مناسب دی؟
کېدی شي چاته ووایو:« دا خبره چې درته کوم، هېڅوک درنه خبر نه شي!»، خطرناکه جمله مو وویله. کله چې موږ خپله خپل راز نشو ساتلی؛ نو بل کس زموږ څه پروا لري. ښايي درون، باشخصیته، باوجدانه وي؛ خو هغه وېره چې د راز د خپرېدو له امله زموږ زړه ته لوېږي، پخپله یوه بله ستونزه چې موږ د تېرې ستونزې د له مینځه وړلو په پار ځان ته پیدا کړې وي.

کله چې بې تجربې کس ته خپله ستونزه ووایو، کېدی شي د ناپوهۍ له امله موږ ته ناسمه مشوره راکړي، د احساساتو د فشار له امله ښايي موږ د هغه/ې پر خبره عمل وکړو، په پای کې د ژوند له یوه پېچومي خلاصېږو بل ته ننوځو. کله چې له نږدې ملګري/ ې سره مو اړیکې ورانې شي، هله مو پام کېږي چې زموږ خورا رازونه هغه/ ې ته مالوم و چې کولی شي ناوړه ګټه ترې پورته کړي.
د زړه خواله یوازې د زړه او تازه درد ارامول نه دي؛ د راز افشا کول او سپړل هم دي. ډېره هڅه باید وشي چې له همکار، ټولګیوال، ملګرو، ګاونډیانو او ځینو نورو کسانو سره د د زړه خواله ونه شي.
که خبره زړه کې ساتو پر بېلابېلو اروايي ستونزو اخته کېدی شو؛ خو که نه یې ساتو هم اندېښنې راته په تمه دي؛ نو چا سره ډاډه د زړه خواله کولی شو؟
قلم او کتابچه راواخلئ، د زړه خبرې، ستونزې، اندېښنې ټولې پرې ولیکئ، بېرته یې ړنګ کړئ یا یې وسوځوئ.
دروازه پورې کړئ، ارامه کېنئ، ژوره ساه واخلئ، دوې دقیقې سکون تجربه کړئ، هر څه عادي کېږي.
ژړا، تر ټولو اراموونکی حس تر ژړلو وروسته انسان ته پیدا کېږي، وايي ژړا د اروا کانګې دي؛ نو څومره چې ژاړئ هومره مو اروايي معافیت لوړېږي. فزیکي لنډمهاله کمزوري پیدا کوي؛ خو خپلې مثبتې اغېزې لرلی شي.
له الله متعال سره د عاجز بنده په توګه خبرې کول، دعا کول، د زړه خواله کول، تر ټولو ښه لاره ده. بېلابېل آیتونه د زړه د سکون لپاره شته.
تفریحي ځایونو ته تګ او د خدای پاک د مخلوقاتو له نندارې خوند اخیستل، د زړه د چټک ارامښت لامل کېږي. د انسانانو د څېرو توپیر، لنډې/ اوږدې ونې یې، غټې/ وړې سترګې، فضا او جوړښت یې… هر څه بېله او ښکلې منظره لري چې په سترګو د زړه خواله ورسره کولی شئ.
د کورنۍ ځينې غړي( مور، مېرمن، خاوند، خور…) ښه همراز کېدلی شي؛ خو که د دې راز پر ویلو له دوی هم وېرېدئ بیا نو ښه ده چې هر څه په خپل کوګل کې خوندي کړئ.
غوره همراز انسان ته، خپل ځان یې دی.