همدلي؛ زده کول یې د هر انسان له پاره لازمي دي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
آیا پوهېږئ چي همدلي یعنی څه؟ دماغ مو لېري مه بیایاست. په همدې خپل ورځني ژوند او ستاسي پر شاوخوا باندي لږ دقت وکړئ، خپله به جواب ترلاسه کړئ. دغه همدلي معنا دا چي پوه سئ مقابل طرف له کوم درده ځورېږي، او ځان د هغه/ې پر ځای باندي احساس کړئ. همدلي مو د کورنۍ سره اړیکه ټینګوي، او اجازه درکوي چي هغوی درک کړئ او هغوی هم تاسي درک کړي. همدلې دغه ته وايي چي تاسي د نورو احساسات او هیجانات درک کړئ او نړۍ ته د هغوی له سترګو څخه وګورئ.
په رشتیا سره ستر سئ!
همدلي موږ ته رشد راکوي او روح مو ژوره کوي. همدلي د نورو درک کول دي، تر کومه چي مو د ماتي یا غمګینۍ له احساساتو څخه تعریف نه وي لرلی نه سئ کولای چي د مقابل طرف سره همراهي وکړئ، خو کله چي پر دغو احساساتو پوهېږئ او په نورو خلګو کې صحیح کولای او پېژندلای سئ دا په واقعیت داسي معنا لري لکه تاسي چي خپله دغه احساسات تجربه کړي وي. سربېره پر دې که تاسي له یوه کس سره همراهیي وکړئ مشکلات بې له یوې بلي زاویې څخه ووینئ او احتمالاً داسي حللاري ورته وړاندي کوئ چي کېدای سي د هغه په ذهن کي به هم نه وي راګرځېدلي.
د کورنۍ مشکلات مو مه دوه برابره کوئ
که همېشه د کورنۍ غړیو ته نصیحت کوئ او غلطۍ ئې ور په ګوته کوئ دغه واري یو لږ خاموشي غوره کړئ، د کورنۍ غړیو په خاصه بیا سپین ږیري پلار او سپین سري مور ته مو زیات وخت ورکړئ او کله چي همدلۍ ته اړتیا لري له هغوی سره یوځای سئ. د مثال په ډول: درک کړئ چي پلار مو په دې وروستیو کي د مالي لحاظه په یو بحراني حالت کي دئ. په ډېرو وختو کي، هغه کسان چي همدلۍ ته اړتیا لري په یوه ساده د زړه بړاس او درد خالي کولو او شریکولو سره ئې حال بهتره کېږي. دا طبیعي ده چي تاسي ونه سئ کولای چي خپله مور یا خپل پلار کاملاً درک کړئ، خو کله چي ځانونه د هغو پر ځای احساس کړئ بیا له اوضاع څخه بهتر درک په لاس راوړلای سئ.
مشکلات کوچني مه ښکاره کوئ
همدلي؛ اجتماعي اړیکي رغوي او د نورو انسانانو په وړاندي د خوښو، حمایت کوونکو او منلو رفتارونو په رامنځ ته کېدو سره تمامېږي. هغه انسانان چي یو له بل سره همدله دي کولای سي چي په کلونو په یوه کاري محیط کي آخته اوسي، حتا یو له بل سره سیالي او رقابت وکړي خو مشکل ئې ترمنځ را نه سي.
که مور يا پلار یاست او غواړئ چي اولادونه مو آرام کړئ، کوښښ وکړئ چي خپل ځان د هغوی پر ځای احساس کړئ، په بله اصطلاح تاسي یو څو ټوکره تر هغوی بالا څېرلي دي او کېدای سي چي ستاسي د اولادونو مشکلاتو ستاسو په نظر ډېر کوچني وي، خو مې هېروئ چي تاسي ته هم د خپل ژوند د آسانو او سختو تجربو له مخي معلومېږي او درک کولای سئ. نو کله چي ستاسي اولادونه په مشکل کي راګیرېږي او توقع لري چي هغوی درک کړئ له هغوی سره همراه او ملګري سئ. او داسي هم مه کوئ چي همېشه ورته وایاست:” الا، څنګه دي وزغمی؟ اوس غواړې چشي وکړې؟ زه که ستا پر ځای وای نه مي سوای زغملای؟! “
سملاسي خپلي تجربې مه بیانوئ
ځیني کسان داسي عادت لري چي د مقابل طرف د خبرو په محضی خلاصېدو سره د همغه جنس تجربه تکراروي، جالبه دا ده که خپله هم ورته تجربه ونه لري په دماغ کي پسي ګرځي او بالاخره د کورنۍ، یا د کوم دوست خاطره پیداکوي څو د مقابل طرف په جواب کې ووايي. سمه ده چي په مجلس او خبرو کي دغه شیان د همدلۍ په نیت بیانېږي، خو عملاً مقابل طرف ته ښيي چي اصلاً مو ئې خبرو ته غوږ نیولی نه وو.
کولای سئ چي د نورو پر ځای ځان فرض کړئ
که مور یا پلار یاست او د خپلو اولادونو د آرامولو قصد او اراده لرئ، کوښښ وکړئ چي ځان د هغوی پر ځای فرض کړئ، په بله اصطلاح تاسي تر هغوی څو جوړې بالا څيرلي دي او کېدای سي چي ستاسي د اولادونو مشکلات ستاسي په نظر کوچني وي.
که غواړئ پوه سئ چي آیا تاسي له دې مهارت سره بلد یاست کنه، بهتره به وي چي ډېر صادقانه وګورئ چي دغه پنځه موارد ستاسي په ژوند کي تر کومه بریده سته. کولای سئ له یوه نژدې دوست، والدینو یا د ژوند له ملګري مو په دې اړه پوښتنه وکړئ. هغه موارد چي د همدلۍ له پاره ئې د ځان په بررسي کولو کي باید مدنظر ونیسئ، عبارت دي له: د نورو سره د علاقمندۍ توانايي لرم، مختلف کسان زغملای او تحملولای سم، د نورو کسانو سره په چار چلند کي ډېر کم تعرض لرم، کولای سم چي دوستان پیداکړم او یو مینه ناک شخص اوسېږم، نورو ته احترام لرم.
صادقانه جواب ووایاست او که مو د همدلۍ په مهارت کي لا تر اوسه هم بلدتیا نه وي ترلاسه کړې، لږ تمرین وکړئ او کوښښ وکړئ چي په ژوند کي مو یو همدله کس اوسئ.
یو او بل ته نژدې زړونه
همدلي معنی دا چي فرد وکولای سي د نورو ژوند حتی هغه وخت چي خپله هم په هغه شرایطو کي نه وي، درک کړي. همدلي د فرد سره کومک کوي څو انسانان حتی هغه وخت چي د دوئ سره متفاوت وي، ومني او ورته احترام وکړي. همدلي، اجتماعي روابطو ته بهبود او ښه والی ورکوي او د نورو انسانانو په نسبت د حمایت کوونکو او منلو وړ رفتارونو په رامنځ ته کېدو باندي تمامېږي. هغه انسانان چي یو له بل سره همدله دي کولای سي چي په کلونو په یوه کاري محیط کي کار سره وکړي، حتی یو له بل سره سیالي او رقابت وکړي خو مشکل ئې ترمنځ پیدا نه سي. هغوی چي د همدلۍ پر دغه مهارت باندي پوهېږي او ورسره آشنا دي، ډېر کم د خپل ژوند له شریک/ي سره مشکل او اختلاف پیداکوي او کولای سي چي خپل تفاوتونه مدیریت کړي.