حج مراسمو ته تلونکي دې دا مشورې په پام کې وساتي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

حج د اسلام له پینځو لویو فرایضو څخه یوه فریضه ده.
دا اوس هم د نړۍ له مختلفو سیمو میلیونونه خلک سعودي عربستان ته تلي څو دغه مبارکه فریضه ترسره کړي.
حج د نړۍ په کچه ترټولو ستر مذهبي مراسم دي، چې په یوه خای کې ترسره کیږي او ترټولو زیات خلک پکې را ټولیږي.
دلته به هغو کسانو ته چې هلته ورځي، یو شمېر مهمې مشورې وړاندې کړو.
که ستاسې خپل ـ خپلوان د حج فریضې ادا کولو ته تلي وي، یا ورځي، هیله ده دا مطلب ورسره شریک کړئ.
هم به مو ثواب شوی وي او هم به دوستان درنه خوشاله شوي وي.
ـ د مراسمو د ترسره کیدو پر وخت دې د اوبولېږدولو یوه وسیله ځان سره ولري.
ـ له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره غوره ده، چې د مایعاتو ترڅنګ لږه ډېره مالګه وکاروئ. البته که مالګې نه پرهیز نه وئ.
ـ له اظطراب څخه ځان وساتئ، که ناروغه یاست، درمل مو مه هېروئ، ویې کاروئ.
ـ د روغتیایي ستونزې له پیدا کیدو سره زر ډاکټر ته ورشئ.
ـ سفر نه مخکې باید په ټولو هغو ناستو کې حاضر اوسئ، چې د مراسمو په ځای کې بلل کیږي.
ـ پلی تګ مه هېروئ.
– که نیشه یي توکي کاروئ، عربستان ته له رسیدو سره سم د دغه کار پر اړوندو قوانینو ځان پوه کړئ.
ـ هر سهار څو ګیلاسه ګرمې اوبه او شات استعمال کړئ، د بدن دفاعي سیستم مو پياوړی کوي.
– که مالګې نه پرهیز نه یاست، له هر ځل ډوډۍ خوړلو مخکې یې لږه وخورئ.
ـ تشنابونو نه تر وتو وروسته مو لاسونه په صابون پریمینځئ، هر ځل د میکروب د در انتقالیدو احتمال شته.
ـ مسواک زیات وکاروئ، غاښونو ته خاصه توجه وکړئ.
ـ ډېر خوراک مه کوئ، که خوراکي رژیم لرئ، هغه وپالئ.
ـ سبزیجات او مېوه زیاته وکاروئ.
ـ په ګرځیدو ـ راګرځیدو کې بیداره اوسئ، څو له خپلو دوستانو او ځای څخه ورک نه شئ.
ـ د سعودي ګرمې هوا ته په کتو سره لازمه ده، چې هره ورځ لږ ترلږه یو ځل ولامبئ.
ـ د حمام پر وخت متوجه اوسئ، چې ونه ښوییږئ. هرکال ګڼ عمر خوړلي حاجیان له همدې کبله مري.
ـ د لمر ضد عینکې درسره څو دانې ولرئ.
ـ شامپو، صابون پریمانه یوسئ.
ـ ځانته کاسه، پیاله او نور ضروري شیان حتمآ واخلئ.
ـ وړه بیتي(قیچي) ناخنګیر هم ضرور ولرئ.