ژباړه: نسیمه محمدي
نه یوازې انسانان بلکه، بیزوګانې او حتا موږکان هم خاندي.
لفظي ټوکې، د زیان پرته نښته/ شخړه، تورې خندونکې نندارې او حتا بې ارزښته ماتې خوړل، لاملونه لري، چې پایله یې تل یو شان وي- یانې خاندو.
آیا انسان د ځمکې پر مخ يوازنی موجود دی، چې کولای شي وخاندي؟ او څوک د طبیعي شوخۍ حس لري؟ لنډه دا چې موږ دلته بېساري/ مستثنا نه یو: حتا موږکان هم خندلای شي. دا پوښتنه ډېره پېچلې ده، نسبت دېته چې په ظاهره څنګه برېښي، او مطميناَ د ژر / چټک خندولو لپاره، پایله نه ترلاسه کېږي.
زرګونه کلونه، فیلسوفانو او ارواپوهانو هڅه وکړه، چې طنز دقیق تعریف کړي، چې انسان، حیوان نه دی. هغوی د وخت په تېريدو ډېرې تئورۍ/ نظریې وړاندې کړې، چې تر ټولو پېژندل شوې یې د ” ناسازګارۍ تئوري” وه. په بل عبارت، دا تئوري وایي، خندا هغه وخت پېښېږي، چې د هغه څه چې یو فرد یې تمه لري او هغه څه چې واقع کېږي، څخه رامنځته کېږي. د دې تعریف پر اساس، زیاتره حیوانات د شوخۍ طبع نه لري، ځکه هغوی د شناختي او عصبي اتصال، میکانیزمونه نه لري، چې هغوی ته د داسې ناهماهنګیو د پېژندلو شونتیا وبښي.
ارواپوهان په وروستیو کلونو کې په دې عقیده دي، چې شوخ طبعي او خندا، په اصطلاح د بې ضرره تاوتريخوالي له امله ده، چې له یوه طرفه د انسان هوساینه، هویت یا د نامعقولو باورونو جوړښت، ګواښي او له بل اړخه ـ داسې ښکاري چې هر څه عادي دي.
په دې اړه په ۲۰۰۹م کې څېړنو وښودله، چې شامپانزۍ، بونوبو، اورانګوتان او ګوریلا( د بیزوګانو ډولونه) ـ چې دوی غږونه کوي یا جنګ کوي او د لوبو کولو پر وخت یو بل تغقیبوي او خندا لرونکي غږونه جوړوي. په ۲۰۱۵م کې، څېړونکو وموندله، چې شامپانزۍ کټ مټ لکه د انسانانو په څېر، موسکا کوي. یانې یوازې د عضلاتو انقباض پورې تړلې نده، چې په سپیانو او پیشوګانو کې یې وینو او په غلطه یې تفسیروو، بلکه یوه آګاهانه موسکا ده. همدارنګه په زړه پورې ده هغه حیواناتو چې د څېړونکو پام ځانته اړولی، موږکان دي. هغوی په ښکته پورته او عمود درېدو میَن او په خپله طریقه په خندېدلو بریالي دي، یانې هغوی د ۵۰KHz فرېکونسۍ سره صوتي زېګنالونه، د لوبو کولو پر وخت، هماغه د تخنېدو ساحې څخه خپروي.