ایا صوفیه ودانۍ؛ ۸۶ کلونه وروسته پکې اذان اداء کړل شو+ویډيو

سپینه تجريدي ډیزاین

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ «ایا صوفیه» د موزیم په ځای نور په جومات بدله شي.
دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه.
د ۱۹۳۴م راورسته په دې ودانۍ کي اذان نه وو ویل شوی، خو یو ځلې بیا تازه په دې ودانۍ کې، چې په جومات بدله شوه اذان پکې وویل شو.
https://youtu.be/SPHIfHG_vnE?t=8
د راپورونو له مخې عثماني امپراتور دوهم سلطان محمد په ۱۴۵۳ میلادي کال کې قسطنطنیه د بیزانس له کلیسا څخه ونیوله ایا صوفیه یې په جومات بدله کړه او د هغه ملکیت و.
د معاصرې ترکیې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک په واکمنۍ کې په ۱۹۳۴ کال کې هایا صوفیه چې هغه مهال جومات و، په موزیم بدل شو.

دا اقدام چې خورا زیات سیمبولیک اهمیت لري، د امریکا، یونان او د ارتودوکس کلیسا د مشرانو له پرله پسې او پراخو انتقادونو سره سره کېږي.
ژباړه او راټولونه: صابر حمیدي