لیکنه: آلما افغان
زموږ په ټولنه کې ډیر کله داسې پیښیږي چې ځینې کورنۍ د میلمه په راتګ سره د وارخطايۍ احساس کوي او تر فشار لاندې راځي، خو؛ دا باید ومنو چې ځینې داسې ستونزې مو پرمخ پرتې دي چې له وجې يې موږ د میلمه تر اغیزې لاندې راولي او داچاره مو د خپګان سبب هم ګرځي.
موږ نن تاسو ځینو داسې کړنو ته متوجه کوو چې په پلې کولو به يې نه یواځې دا چې د میلمنو په راتګ سره تاسو تر فشار لاندې نه راځئ بلکې؛ ډیر راحت او د خپلې میلمه پالنې به خوښ هم وئ.
۱ کور مو پاک وساتئ
یوه تر ټولو مهمه موضوع چې د ښې میلمه پالنې لپاره اړینه ده د کور صفايې ده. دا راسره ومنئ که تاسو خپل میلمه ته ډیر ګران بیه او عالی خواړه مخ ته کیږدئ نه مو خوښوي څومره چې مو میلمه ته عادې خوراک خو پاک کور سره خوشحالوي.
زموږ ډیری تنبلې خویندې شته چې د کور په صفايئ کې لټي کوي. ددوۍ یو بد عادت دا هم دی چې د میلمه مخ کې جارو په لاس کله یو او کله بل ځای صفا کوي او هڅه کوي په یوې او بلې بهانې د خپلې لټۍ راز پټ کړي.
دا چاره د یوې مېرمنې د کورني د ناسمې سلیقې استازولي کوي او د میلمه مخکې يې حیثیت ته سخت زیان رسوي.
پر وخت د کور نه صفا کول مو د میلمه په راتګ سره میلمه ته ډیر ټیټ معرفي کوي او همدا لامل وي چې تاسو د میلمه پر وړاندې د تاثیر او فشار لاندې راځئ.
۲ هر وخت میلمه پالنې لپاره اماده واوسئ
هیڅکله په دې فکر کې مه کیږئ چې یو څوک به تاسو کره د درتګ لپاره تاسو سره خامخا اړیکه نیسي، موږ په افغاني ټولنه کې ژوند کوو زموږ میلمانه ډیر کله ناخبره راځي نو؛ تاسو باید تل د میلمه پالنې تیاری ولرئ.
که مو دې ټکي ته سمه پاملرنه وکړه نو؛ باوري شئ چې تاسو د ښې میلمه پالنې لپاره چمتو یاست او چې کله چمتو وئ بیا د میلمه تر تاثیر لاندې نه راځئ.
۳ د ډوډۍ خوړلو منظم مهالویش
دا هم ډیره اړینه ده چې تاسو د ډوډۍ خوړلو وختونه مو سم تنظیم کړئ. فکر وکړئ د سهار چای په اوو بجو، د غرمې په دولسو او د شپې په اتو بجو خورئ نو؛ ښه ده هره ورځ مو دا جوړ کړی بلان همداسې وساتئ.
ددې کار ګټه دې کې ده چې له تاسو د کور کارونه نه ګډوډیږي او همدارنګه به تاسو د سهر چای د غرمې او دغرمې ډوډۍ په مازیګر کې نه خورئ.
دا چاره که منظمه پرمخ یوسئ هم مو صحت ته ګټه رسوي هم به د ناڅاپې میلمه د راتګ نه ویره نه لرئ او هم به ښه میلمه پالنه وکړئ.
یاد مو اوسه!
له دې ټکي مو یوه موخه دا هم ده چې که تاسو ځانته پخلی کړی وي نو؛ میلمه ته به يط هم کیږدئ او بله داچې که میلمه راځي نو؛ ددې پخلې په شتون کې به د بل پخلي کول آسانه وي.
ډوډۍ به مو هم نه ناوخته کیږي او تاسو به هم د میلمه پر وړاندې د وارخطايۍ او فشار احساس نه کوئ.
۴ لږ څه مه پخوئ
هڅه وکړئ که یو دیګ هم پخوئ خو؛ ډیر يې پوخ کړئ دا ځکه؛ چې د ډوډۍ خوړلو په جریان کې یو څوک ووايي چې دا خواړه د دسترخوان په سر لږ شو نور راوړئ او د کور بل غړی غږ کړي چې په دیګ کې څه نشته نو؛ دا چاره د میلمه پر وړاندئ تاسو ډیر ټیټ راوړي او همدا لامل وي چې د میلمه تر فشار لاندې راځئ.
نو؛ ښه ده چې لږ خواړه پاخه نه کړئ.
۵ با سلیقه واوسئ
د کور د صفايې سره، سره د ځان پاک والی هم ډیر مهم دی.که تاسو پاک نه اوسئ نو؛ میلمه به یو ډول کرکه وکړي همدا وي چې میلمه ته ځان مهم ښکاره شي او تاسو د خپل فشار لاندې راولي.
او په سلیقه کې تر ټولو مهمه لا دا چې په هغو لوښو کې چې میلمه ته د خوراک او څښاک لپاره اخیستل کیږي باید ډیر پاک اوسي ترڅو داسې نه وي چې یا پکې میلمه تاسو کم راولي او یا وروسته ورته ستاسو پام شي چې سلیقه يط سمه نه وه.
۶ ځان راحت احساس کړئ
ځینې دا عادت په طبیعې ډول لري چې میلمه وګوري نو؛ وارخطا شي دا سمه چاره نده هڅه وکړئ هره کړنه مو په دقت او ارامه توګه د میلمه په وړاندې ترسره کړئ.
که وارخطا شوئ نو؛ باور ولرئ میلمه پالنه مو درنه په ناسمه توګه ترسره کیږي.
هڅه وکړئ د میلمه داسې پالنه وکړئ چې نه یواځې تاسو يې تر فشار لاندې نه اوسئ بلکې؛ هم مو میلمه خوشحاله هم خدای او هم خپل ځان خوښ وساتئ.