د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب ویلې، ځیني خلګ دا فُرصت لري، چي تاریخ جوړ کړي، چې یو له هغو څخه هم نوینالحق دی.
دا څرګندونې ګلبدین نایب پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې کړې، چې اشاره یې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د نوینالحق ځلېدو ته ده.
Few people have the opportunity to write history & you’re among few
✅Highest wicket taker @VitalityBlast 2021
✅Most wickets in a T20 season @leicscccI feel proud to be part of your journey @imnaveenulhaq from darkest days to this historical success
Keep shining champ pic.twitter.com/jGmJYpLRZu
— Gulbadin Naib (@GbNaib) July 19, 2021
د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې نوینالحق
د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې سږ کال افغان لوبغاړی نوینالحق د لیسټر شایر لوبډلې سره ولوبېد او وړمه شپه یې ورسره وروستۍ لوبه ترسره کړه.
نوینالحق له خپلې لوبډلې سره ۱۴ لوبې وکړې او په یادو لوبو کې یې ۲۶ ویکټې واخیستې.
هغه اوس ددې لیګ د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو د لیست په سر کې شتون لري او ترټولو لوبغاړو یې زیاتې ویکټې اخیستې دي.
ددې ترڅنګ نوینالحق د لیسټرشایر لوبډلې په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه فصل کې یې د یادې لوبډلې لپاره زیاتې ویکټې اخیستې دي.
تر وروستۍ لوبې وروسته نوینالحق پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یادې لوبډلې له مسئولینو او لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې ورباندي بارو یې وکړ.
دا چې نوینالحق د انګلستان په یادو سیالیو کې ترټولو مخکښ ویکټاخیستونکی و، نو لیسټر شایر لوبډلې هم پر خپلې ټویټرپاڼې ورڅخه د ټولو ویکټو په اخیستلو او د زیاتو هڅو کولو په پار مننه کړې ده.
دې لوبډلې د نوینالحق لپاره په راتلونکي کې د ښه لوبېدو هیله کړې.