د آيرلنډي ډرامه ليکونکي او ادبي منتقد ( جورج برنارد شاو ) ارزښتمنې ويناوې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱) هغه څوک چې ستاسې د بد کار په اړه څه نه وايي، ترې وډار شئ. هغه نه تاسو بښي او نه مو دې ته پرېږدي چې ځان مو وبښئ.
۲) هغه څوک چې کولی شي ترسره کوي يې او هغه څوک چې نشي يې کولی، نيوکې کوي.
۳) متوجه اوسئ، هغه څيزونه مو چې خوښېږي، لاس ته يې راوړئ او که نه مجبوره به وئ چې هغه څه مو ترلاسه کړي؛ مينه ورسره وکړئ.
۴) نېکمرغي د ورځې يو ځل ستاسې د کور دروازه ټکوي، خو له بده مرغه په هغه وخت کې د کور خاوند د ګاونډي په کور کې وي او د هغې غږ نه اوري.
۵) د غل او شتمن توپير همدا دی چې، غل د شتمن توکي پټوي او شتمن د نېستمنو کسانو مال پټوي.
۶) د خوښۍ ترټولو غوره لار دا ده چې خپله واوسئ.
۷) زرين او طلايي حکومت هغه ځای کې دی چې هلته ونشو کړی قوانين په پيسو واخلو.
۸) پرمختګ پرته له بدلون څخه ناممکن دی او هغه کسان چې وشي کړی خپل ذهن ته تغيير ورکړي، کولی شي چې هرڅه ته بدلون ورکړي.
۹) فقر او بې وزلي د ټولو شرارتونو ريښه ده.
۱۰) سوله په مراتبو له جګړې څخه غوره ده، خو خورا او ډېره ستونزمنه هم ده.