ښې ښځې دا تېروتنې نه کوي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د انساني ژوند یو ترټولو سخته مسئله د نارینه او ښځو ترمنځ د اړیکو د تامین خبره ده.
ډېر وخت دا اړیکې د دواړو لوریو د تېروتنو له کبله سخته صدمه ویني.
دا چې د دغو تېروتنو مخنیوی وشي، دلته د ښځینه وو هغه عامې تېروتنې یادو، چې د ګډ ژوند اړیکې ورسره خرابیږي.
هیله ده خویندې ـ میندې عمل پرې وکړي او ګډ ژوند له ستونزو وساتي.
ډېره بښنه دې نه کوي!
زیاته بښنه کول او فدا کاري هم ښه عادت دی، هم ښه نه دی.
په ګډ ژوند کې لازمه نه ده، چې مېرمنه ان د ژوند د ملګری پر وړاندې زیاته بښنه وکړي او هر ډول تېروتنې یې له پامه وغورځوي.
د ژوند د ملګري هغه چلندونه، چې د منلو وړ نه وي، نه باید وبښل شي او خاموشي یې پر وړاندې غوره شي.
په داسې حالت کې باید مېرمنه مقابل لوري ته ووایي، چې دا چلند یې د زغملو نه دی.
د ژوند ملګری یوازینی لومړیتوب نه دی!
دا هم تېروتنه ده، چې یوه مېرمنه سل سلنه خپل یوازینی او تر ټولو مهم لومړیتوب د ژوند ملګری وګڼي.
لازمه ده، چې د ژوند ملګري ته هم په کافي اندازه پاملرنه وکړي، خو داسې دې نه کوي، چې یو مخ ټوله پاملرنه یې د ژوند ملګري ته وي.
مېرمنه باید د ژوند ملګري ته د پاملرنې ترڅنګ ځانته هم کافي پاملرنه ولري او خپل ژوند، شخصیت او نور فردي خواص هم وپالي.
تل دې بښنه نه غواړي!
په ګډ ژوند کې ستونزې طبیعي ده، چې راځي او حتمي ده چې دواړه لوري به یې له یو بل نه بښنه غواړي.
خو دا وضعیت باید داسې نه شي، چې هر ځل دې مېرمنه بښنه غواړي او د نر و ښځې د جنسیتي توپیر له مخې دې ځان کم ګڼي او نارینه دې له بښنې لوړ ګڼي.
د ژوند ملګری باید قانع کړي، چې د هغه د تېروتنې پر وخت هغه بښنه وغواړي.
همېش دې د ژوند ملګري سره نه وي!
هدف دا نه دی، چې سره جلا دې شي او یو بل نه دې لیرې وي، موږ دا وایو چې له حده زیات یو ځای والی هم پر انسان غمیږي.
هم نارینه، هم ښځینه د انساني فطرت له مخې تر یوه حده یوازې والي ته اړتیا لري، چې فکر، مطالعه او ځانته رسیده ګي پکې وکړي.
نو ښه ده چې مېرمنه نه خپل دا د یوازیتوب وخت تلف کړي او نه پر ژوند ملګري له حده زیات یو ځای والي سره ځان وغموي.
ځان نه مراقبت مه هيروئ!
ښځه یوازې د کور او ژوند ملګري د خدمت لپاره نه ده پيدا، خپله هم باید د یوې انساني په حیث ځانته رسیده ګي وکړي.
هم خپل سینګار، هم نظافت، هم روحي او صحي سلامتۍ او هم نورو مسایلو ته خاصه پاملرنه ولري.
که یې ونه کړل، دا یې تېروتنې دي او تاوان ورته کوي.
خپل هویت مه ورکوئ!
دا مه هېروئ، چې تاسې هم یوه انسانه یاست، له واده مخکې مو خاص ذوق، ارزښتونه او اصول وو.
له واده سره نه باید یوه مېرمنه خپل اصول، هویت او ارزښتونه ورک کړي.
غوره ده، چې دا هرڅه وپالي، کار ورته وکړي او لا یې پياوړي کړي.
که داسې ونه شي، مېرمنه پخپل وجود کې خپل ظرفیتونه، ذوقونه او نور ډېر څه وژني، چې دا نا مناسبه او کمزورې چاره ده.
مالي خپلواکي ولرئ
ښه ده، چې مېرمنه له واده وروسته که ممکنه وي د باندې دنده ولري، یا حد اقل په کور کې داسې یو هنر یې زده وي، چې په وسیله یې پیسې وګټي.
دا کار یې هم د کور مالي پياوړتیا سره مرسته کوي، هم یې د ژوند ملګري پر وړاندې دریځ غښتلی کوي.
هغه مېرمنې، چې په مالي لحاظ ټول پر ژوند ملګري تکیه وي، هغسې خوشاله نه وي، لکه کار لرونکې مېرمنې چې دي.
ړوند باور نه کوي
هوښیاره مېرمنه په ړانده باور ژوند نه کوي، نه هرڅه پخپله خوښه کوي، نه د ژوند ملګري په خوښه، نه د کورنۍ په خوښه اونه د بل لوري په خوښه.
ړوند باور نه یوازې په ګډ ژوند؛ بلکې هیڅ برخه او ځای کې ښه دی.
هڅه باید وشي، چې هر څه سره منطقي او مسولانه چلند وشي.
غږ مو کنټرول کړئ
ځینې وخت ښځې په لوړ غږ، تونده لهجه غږیږي، چې پر ژوند ملګري یې خورا بد لګیږي.
ښځې دې خپل غږ او لهجې سره زیاتې محتاطې وي.
ماشوم مو باید بدل نه کړی
ځینې مېرمنې له اولاد زیږولو وروسته بدلیږي، خوی و بوی یې تغیر کوي او چلند یې هم .
د ژوند ملګري او کور ته یې رسیده ګي کمیږي او داسې ښيي، چې له ماشوم زیږولو وروسته هغه پخوانۍ مېرمنه نه ده.
داسې باید ونه شي، هرڅوک پرخپل ځای وپالل شي.
جنسي اړیکې مه کموئ
ځینې مېرمنې د وخت له تېریدو سره جنسي اړیکې کموي، یا یې دلیل د هغې روغتیايي وضعیت وي، یا یې بې میلي یا بل خو هیڅ دلیل باید د جنسي اړیکو طبیعي سیر در ته بدل نه کړي.
هڅه وکړئ، چې هرڅه ته خاص وخت ورکړئ، جنسي اړیکو ته خو بیخي، ځکه د ګډ ژوند یو اساسي اصل دی او دا رشته ورسره غښتلې ده.