د نوموتي مخترع او مبتکر «الکساندر ګراهام بل» زرينې ويناوې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- له هرڅه څخه مخکې، چمتووالی د برياليتوب کلي ده.
۲- لوی پرمختګونه او اکتشافات، ټول د متعددو اذهانو د همکاريو پايلې دي.
۳- ټول فکر او تمرکز دې په هغه کار وکړه چې همدا اوس يې ترسره کوې، د لمر څړيکه هم پرته له تمرکز څخه نشي کولی چې سوزول وکړي.
۴- د بريا او ماتې ترمنځ يوازينی توپير، له هغه څخه وروسته د کار د ترسره کولو توان دی.
۵- انسان به هغه څه شي، چې خپله يې وغواړي.
۶- کله ناکله له هغې لارې څخه بهر شئ چې ټول پرې تللي دي او ځنګل ته وتښتئ. مطمئينه اوسئ په دې کار سره به تاسو نوي څه ومومئ، چې مخکې مو اصلاً نه دي ليدلي.
۷- تاسو نشئ کولی چې په فشار سره يوه ايډيه رامنځ ته کړې، بريالۍ ايډيې يا نظريې د ورو او اوږدمهاله ودې څخه پيدا کېږي.
۸- کله چې يوه دروازه تړل کېږي، بله دروازه پرانېستل کېږي، خو په تاسف سره موږ ډېری وخت همغه تړلې دروازې ته ګورو.