لیکنه: نسیمه محمدي
د اوړي سخته ګرمي وه. د یخو اوبو د څښلو لپاره مې د منګي سر خلاص کړ، چې غړپ مې وکړ، نو خوند یې رانکړ ځکه اوبه یې تازه نه وې او زما تُنده پرې نه ماتېده.
خپل کوچنې منګې مې راواخیست او د ګودر په لور روانه شوم، په لاره کې پاڼه او څانګه چې زما خورلڼې او خوږې ملګرې دي، هم راسره یو ځای شوې. په خپلو خبرو او مرکو بوختې وو، چې د کوچنیانو ډله مو مخې ته راغله، دوی له ښوونځي رخصت او کور ته پر لار وو.
سلام یې وکړ، څانګې یې د سلام ځواب ورکړ، خو پاڼه چې په کیسو کې ډېره ډوبه تللې وه، وویل، هېڅ علیکم نه زما کیسه یې را ګډه وډه کړه. بیا یې خپلې خبرې پیل کړې او په کړس کړس یې وخندل. ناڅاپه مې د یوې وړې زده کوونکي غږ واورېد، چې ویې ویل د آذان په وخت څوک خبرې نه کوي او تاسې خو لا خاندئ، ته له ګناه خبره نه یې؟! پاڼې یې خبره ورلنډه کړه او ویې ویل:
تر تا څمڅۍ لنډه ده لاړ شه تر ځان کوچنیو ته نصیحت وکړه. ماشومې چې عمر به یې شاوخوا لس کاله وو، وویل: ښوونکي مو راته ویلي چې پوهه په لوی او کوچني نده او څه چې مو زده وي باید تر نورو یې ورسوو. پاڼې چې د ماشومې خبرې واورېدې په خپل ځای غلې او مایوسه ودرېده. نور یې هېڅ ونه ویل او ماشومې خپله لار ونیوه. له لږې چوپتیا وروسته مې له پاڼې وپوښتل: پاڼې، څنګه چوپه او خفه یې؟
پاڼې له سوړ آسویلی سره وویل: دا رښتیا ده چې د انسانانو تر منځ توپیر یوازې په علم او پوهې سره کولی شو. پوهه په لوی او کوچني نده!