ولې د ځینو نارینه و سرسختې او مغرورې نجونې خوښیږي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په افغانستان کې د مهمو او بارسوخه کورنیو سره خپلوي یو عام رواج دی.
هرڅوک هڅه کوي، چې د خپل وس برابر تر ټولو غوره کورنۍ ته جرګه واستوي او له لور سره یې ګډ ژوند غوره کړي.
په دې برخه کې یو پښتو متل هم شته: کولاله وکړه، خو خپله سیاله وکړه!
د نېک نامه، سیالو او غوره کورنیو یا نجونو سره خپلوي نه یوازې د افغانستان د نارینه وو، بلکې د ټولې نړۍ د نارینه وو یو عام خاصیت دی.
البته د هېوادونو، سیمو او ملتونو ترمنځ په خلکو کې د نجونو د انتخاب او ګډ ژوند د لارو چارو په برخه کې توپیرونه حتمي او طبیعي دي.
د نورې نړۍ حال
نارینه معمولا هغه نجونې خوښوي، چې سخت دریځه دي او په اسانه د دوی نه خپلیږي.
دا موضوع به درته نه یوازې په فلمونو؛ بلکې عملي ژوند کې هم ثابته شوې وي.
پردې ممکن پوه نه شئ، چې د دې کار دلیل څه دی.
د دې مطلب په لوستو سره به د دې کار په دلایلو هم پوه شئ.
د مغروریت د احساس لپاره
د هلکانو خوښیږي، چې د همزولو او دوستانو په مجلسونو کې د یوې سرسختې نجلۍ په خپلولو د غرور احساس وکړي.
د ځانګړي کس د لاسته راوړلو لپاره
تر ټولو غوره کس یا څیز خپلول د ټولو انسانانو یو مهم هدف دی. نارینه هم خوشالیږي، چې یوه خاصه او تر ټولو غوره نجلۍ یې ملګرې یا د ژوند شریکه شي.
د همدې لپاره د سرسختو او تر ټولو ښکلو نجونو د خپلولو په تکل کې دي.
د ژوند غوره ملګرې غواړي
نارینه؛ بلکې ټول انسانان د داسې خلکو لاسته راوړل ځانته هدف او حتا نعمت ګڼي، چې تر ټولو غوره او دوی ته په پوره مانا ویاړ بښونکي وي.
دوی تر هرڅه ډېر د ژوند د ښه ملګرې لرل غواړي، څو ټول عمر پرې غړۍ هسکه او حس کړي چې تر ټولو غوره څوک یې د ژوند شریکه ټاکلې ده.
پر نورو د برترۍ احساس
د برترۍ د احساس لرل تقریبا د ټولو انسانانو ګډ خاصیت دی، خو نارینه او هغه هم د ځوانۍ په وخت کې د دغه احساس لرل یوه سرتاسري او عامه خبره ده.
په دې عمر کې ځوانان د سرسخته، ترټولو ښکلو او د ډېر پام وړ نجونو له خپلولو سره غواړي پر نورو د برترۍ احساس تمثیل کړي.
ځان غوښتنه
ځان غوښتنه هم په عامو انساني خواصو کې راځي، ډېری نارینه د دې لپاره چې د ځان غوښتنې شوق یې خړوب شي، په ترټولو سرسختو او خاصو نجونو پسې وي.
دوی غواړي تر ټولو خاصې نجونې خپل او د فوقیت احساس تمثیل کړي.
جنسي غرور پالي
نارینه او ښځینه دواړه په نړۍ کې په جنسیتي لحاظ پر یو بل د خپل غرور د منلو لپاره هر ډول هڅه کوي.
په عام ډول بیا د ښځینه وو ناز او غرور یو منل شوی واقعیت دی.
نارینه، په خاص ډول تر ټولو مقتدر، سخت دریځه او ډېر ځان غوښتونکي یې هڅه کوي څو د سرسختو او تر ټولو مغرورو نجونو په خپلولو سره خپل نارینه او جنسیتي غرور وپالي.
مغروره ښځه د هر نارینه خوښیږي
په وروستي دلیل کې ویلی شوو، چې هر نارینه دا خوښوي، چې مېرمنه یې د نورو خاصو ځانګړنو ترڅنګ د مغروریت خاصیت هم ولري.
دې تمې نه د نارینه وو هدف دا هم وي، چې د چا سترګې یې مېرمنې ته وانه وړي او فکر ونه کړي چې ګواکې په زړه کې یې ځای جوړولی شي.