ژباړه: محمد عزيز پردېس
په معمول ډول هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې د کلماتو څخه د ښې استفادې وړتيا لري، د هغو کسانو په پرتله چې دا وړتيا نه لري؛ مخکښ او بريالي دي.
که غواړئ په يو محفل کې د ټولو پام ځان ته راواړوئ، نو دا به بسنه وکړي چې د خبرو کولو له هنر څخه ګټه پورته کړئ.
هر هغه چا او په ځانګړي ډول د خپل ژوند ملګرې ته د ډالۍ ورکولو پر مهال به د ځينو ځانګړو او زړه راښکونکو جملو کارول ستاسو د ډالۍ اغېز څو چنده کړي.
يو له هغه وختونو او شرايطو څخه چې بايد پکې د خبرو کولو له هنر څخه ګټه پورته شي، د خپل ژوند ملګرې ته د ډالۍ ورکولو وخت دی. په حقيقت کې همدا زموږ خبرې دي چې مقابل لوری له مونږ څخه خوشحالېږي.
د ډالۍ ورکولو پر مهال چې کوم الفاظ زموږ له خولې څخه راوځي، د مقابل لوري پر وړاندې زموږ د زړه احساسات او رښتينې مينه څرګندوي. نو په همدې اساس پکار ده چې په داسې وختونو کې له ښکلو، زړه راښکونکو او خندورو جملو څخه ګټه پورته شي.
تاسو کولی شئ چې د خپل ژوند ملګرې ته د ډالۍ ورکولو پر مهال لاندې جملو وکاروئ:
ډالۍ دې وي زما د ژوند ترټولو غوره شخص ته.
دا ډالۍ مې واخېسته، ځکه زه پوهېدم چې ستا خوښېږي.
د دې ډالۍ اخېستل ترټولو کوچنی کار و چې ما کولی شوی د مننې پرځای يې ترسره کړم.
ډالۍ دې وي هغه چاته چې مهرباني او مينه مې د هغې سره احساس کړې ده.
ډالۍ زما د ژوند هغه ځلانده ستوري ته چې ژوند يې په رښتيا سره راته روښانه کړی.
ډالۍ هغه چاته چې د ساه اخېستلو تر وروستۍ شېبې ورسره مينه لرم.
ستا ترڅنګ وخت تېرول راته د ژوند ترټولو غوره شېبې دي.
ډالۍ تاته چې زما د ژوند د خوښيو لامل يې.
زما وړه ډالۍ يوازې يو يادګار دی، ترڅو وشم کولی تل ستا په ياد کې واوسم.
بې کچې مينه درسره لرم.
ستا موسکا، زما د ستړيا او خپګان پای دی.
ستا په اړه چې خبرې کوم، حال مې ښه کېږي.
زما د ځان ارامښت او سکون ته ډالۍ.