لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
غیبت کول هغه څه ته وایي کله چې یو شخص نه وي او د هغه په غیاب کې موږ بدې خبرې وکړو.
د غیبت کولو لپاره ډېر لاملونه او دلیلونه شته چې ځینې یې دلته وایو:
۱ـ له بدو ملګرو سره ناسته او ولاړه د غیبت لامل کېدای شي. ځکه کله داسې کېږي، چې ملګري غیبت کوي او ناست شخص له دې امله چې له مجلس څخه ونه باسي، یا غیبت کوي او یا هم ورته غوږ نیسي، له همدې کبله باید له دغه ملګرو څخه ځان وساتل شي.
لقمان حکیم خپل زوی ته ویل:
“له بدملګري ځان ساته، ځکه بد ملګري د تورې په څېر دی، چې لیدل یې ښه برېښي او داغونه یې ډېر بد وي.”
۲ـ تکبر یا ځان لوی ښودل هم د غیبت لپاره یو لوی لامل کېدای شي، چې دا یوه لویه ګناه ده.
خدای ج فرمایي چې د متکبرینو ځای دوزخ دی.
۳ـ قهر او غضب د غیبت کولو لپاره مهم لامل دی. کله هم یو څوک چا ته په غوسه وي او خپل غچ مخامخ نه شي ترې اخیستلی، له همدې امله یې په غیبت لاس پورې کوي، ځینې وګړي د غوسې د سړولو لپاره غیبت کوي.
۴ـ حسد د غیبت بل لامل دی، زیاتره خلک چې د یوه چا له ارام او شتمنۍ سره سرګردانه وي، د هغه په غیبت لاس پورې کوي او دا هم یو ناوړه عمل او په خپله لویه ګناه ده، ځکه یو کس چې له بل کس سره کینه او حسد ولري، نو د هغه تر شا خبرې کوي چې دا یو ناوړه عمل دی.
۵ـ استهزا او تمسخر د غیبت بل لامل دی، چې هغه هم لویه ګناه ده، لوی خدای ج فرمایي:
“اې د ایمان څښتنانو، یو قام دې بل قام سپک نه ګڼي، کېدای شي، چې هغوی له دوی ښه وي او نه دې ښځې نورې ښځې سپکې او د خندا وړ جوړوي، کېدای شي هغوی له دوی څخه غوره وي.”
۶ـ ډېرې ټوکې او ټکالې هم غیبت ته لاره هواروي. چې دا هم ناسم او بیهوده عمل دی، خلاصه دا چې که څه هم هر لامل وي، خو بیا هم په لویو ګناهونو کې شمېرل کیږي.
رسول الله ص فرمایي، چې غیبت له زنا هم لویه ګناه ده.
کوم څوک چې غیبت کوي په اخرت کې تر ټولو ډېر درد دوی ویني، نو باید له دې کاره ډډه وکړو.