غوړ او شحمي خواړه د مرګ ګواښ زیاتوي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: حنیفه مومند

په روسيه کې د خوړو متخصصه روغتیاپاله النا سولو ماتينا وايي، چې له خوږو او شحم لرونکي خواړو څخه ګټه اخيستنه د انسان ماغزه له منځه وړي.
نوموړې سپارښتنه کوي، چې غوړ لرونکي محصولات لکه شحم او خواږه شيان مه خورئ.
وړاندې په مرکه کې دا هم ويل شوي چې په حقيقت کې غوړ خواړه د حجرو غشا کلکوي او د نفوذ قابليت يې کموي، چې دا چاره د حجرې فعاليت په ټپه دروي.
د نوموړې په خبره، په خوږو او غوړو خواړو کې چټک کريوهايدايتونه شته، چې ډېر مضر دي. په وينه کې شته ګلکوز او د دې خوړو مصرف رګونه له منځه وړي، چې دپلاک/ نازک پوښ او ترواکاريوتيک د تشکيل سبب ګرځي.
النا زياتوي: د تروشو موادو له کارولو هم بايد ډډه وشي، ځکه ترشي د انسان په بدن کې د مايعاتو د احتباس او د پړسوب سبب کېږي، چې د وينې آزاد ماليکولونه له خنډ سره مخ کوي.

النا وايي:
د خوړو ساتونکي موادو رنګونه هغه خواړه چې له غوړ او شحم څخه جوړ وي، زهرجنوي او د خوړو طبیعي مواد له منځه وړي او د انسان د مړينې سبب ګرځي.”

د مغز د ښه فعاليت لپاره نوموړې ډاکټره توصيه کوي، چې په زياته اندازه اوبه باید وکاروئ او همدا راز مو غذاي رژیم هم پاک وساتئ