راپور: نسیمه محمدي
یوه چینایي ځوان، د شاتو د مچیو سره د مخ او بدن په پوښلو وکولای شول، په ګېنس کتاب کې نوی ریکارډ ثبت کړي.
د راپورونو پر اساس، ځوان چینايي ژوان لیانګ مینګ، وکولای شول خپل بدن د ۶۳ کیلو څخه زیاتو مچیو سره وپوښي. دا رقم د ۶۳۷ زره مچیو د شمېر سره برابر دی.
نوموړي د ځان په لور د مچیو د جذب لپاره د ۶۰ ملکو مچیو کار واخیست.
د ګېنس کتاب د ريکارډونو استازو دا پېښه له نېږدې کتله. کله چې دا بریا ثبت شوه، د ځانګړو زده کړو وګړو د لیانګ بدن له مچیو پاک کړ.
دغې ویډیو له شپږ میلیونه زیات کتونکي لرل، سلګونه لایکونه او کمېنټونه یې ترلاسه او څو زره ځلي ټويټ شوې ده.
کاروونکو لیکلي:
“دا لومړی ځل دی چې دا ډول وړتیا وینو. لرې ده چې دا فلم بیا ننداره کړو. دا سړی د ګېنس کتاب یو له واقعي اتلانو څخه دی.“