غني: که ډاډه شم رښتینې سوله راځي، تیار یم چې واک د سولې لنډمهاله حکومت ته پريږدم

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ولسمشر غني وايي که ډاډه شي چې هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې له واک ګوښه شي او د نوي حکومت راتګ ته لار هواره کړي.

ولسمشر غني نن د امریکا معتبرې نشریې فارین پالیسي ته په یوه تازه لیکلې مقاله کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر او راتلونکې خبرې کړې دي.

غني ویلي، چې طالبان په افغانستان کې سولې ته رسېدل نه بلکې واک ته رسېدل غواړي له همدې امله یې تر دې دمه خپل حکومت نه دی تعریف کړی، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسنی حکومت او قوانین ټول اسلامي دي.

نوموړي زیاته کړې که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دی ډاډه شي چې د مذاکراتو په پایله کې به افغانستان ته سوله راځي، نو تیار دی چې له واک لرې شي او د سولې لنډ مهاله حکومت ته واک پرېږدي.

د هغه په خبره د دې هر څه لپاره باید طالبان په لومړي قدم کې دایمي اوربند وکړي، ټاکنې ومني، ولسواکي باید حفظ شي او طالبان دې د ټولو اړخونو حقونو ته درناوی وکړي.

د غني په وینا، چې د اوربند او راتلونکي وضعیت څارنه او کنټرول به ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه کوي.

خو ولسمشر د دې هر څه تر څنګ ټینګار کړی چې که طالبان د سولې لار نه مني، نو د افغان ځواکونو له سختو بریدونو سره به مخ شي، ځکه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه پر ټولو نظامي اقداماتو بشپړ واک لري او په پرېکړو کې به مستقل وي.

هغه بیا هم ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتل د ملي حاکمیت د ساتلو او خپلواک افغانستان د جوړولو لپاره لوی فرصت دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي دا فرصت به ضایع شي.

د یادونې ده چې نن ولسمشر غني یوه بله وینا کې ویلي، چې افغان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي.

نوموړي چې نن یې په ارګ کې د سل ورځې او سل زېري په نوم یو پروګرام ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هېڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له دې وروسته د ملي مسائلو په اړه پرېکړه د حکومت او افغانانو کار دی.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې که چېرته افغانان وي نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي