د غني اعتراف: روغتیايي برخه کې جدي ستونزې لرو، ۳ میاشتو کې اقدام کوو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې په امریکا او اروپا کې میشتو یو شمېر افغان روغتیایي متخصصینو سره د کرونا ویروس لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو، او ددغه ویروس دویمې څپې پر ضد د مقابلې په اړه خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا خبرې پرون ماښام شوي دي.
129669629 3507716832637867 1504991506749907512 n.jpg? nc cat=106&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=bzXBEy3FSnsAX Ki4Jx& nc ht=scontent.fkbl5 1 د غني اعتراف: روغتیايي برخه کې جدي ستونزې لرو، ۳ میاشتو کې اقدام کوو
په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد عثماني او نورو مسوولینو هم ګډون درلود.
ښاغلي غني د یاد پریزنټېشن د مننې پرمهال وویل:

«زموږ یو اساسي لومړیتوب دا دی چې خپل روغتیايي سکتور په پښو ودروو او د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې استعجالیت ته په پام خپلې هڅې منسجمې کړو. موږ غواړو څه ډول مخته ولاړ شو چې خپل ملي روغتیایي سیستم پر داسې ستراتېژۍ او موخو مجهز کړو، ترڅو په دې برخه کې د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویونکی اوسي.»

نوموړي عامې روغتیا وزارت څخه د خپلې وروستۍ ارزونې په اړه د معلوماتو پر مهال وویل، په تېره یوه اوونۍ کې مې د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او د ۱۹ روغتونونو او ټولو ولایتونو د روغتیا رئیسانو، د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو، نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف ادارې استازو سره ۷ غونډې لرلي دي.
130194726 3507716725971211 6709401630312033890 n.jpg? nc cat=102&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=nRrmZvEatYMAX885rHQ& nc oc=AQmyk9LCETjMSxC1OocXCrs6T5ZIxGwiQ3ua0HTN5otjw1Q3498OgczE9ZUZ2s 5QAU& nc ht=scontent.fkbl5 1 د غني اعتراف: روغتیايي برخه کې جدي ستونزې لرو، ۳ میاشتو کې اقدام کوو
ده وړاندې ویلي:

«په یادو غونډو کې زما موندنې دا دي چې متاسفانه د ټولو هڅو باوجود زموږ په روغتیایي سکتور کې جدي ننګونې موجودې دي او باید حللارې یې ولټول شي. د برنامو مدیریت او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له ننګونې سره مخ دی، د اکسیجن کمبود، د کرونا ټيسټ ظرفیت ټیټوالی چې په شپه او ورځ کې تر لس زرو پورې پلان شوی وو، د کرونا ویروس د واکسین ساتنې لپاره د زېربناو نشتوالی سره له دې چې په دوه پړاوونو کې مو د ۲۰ نه تر ۴۰ سلنه واکسین برابرولو لپاره د بین المللي ټولنې مرستې ترلاسه کړې، عمده ستونزې دي.»

افغان ولسمشر وايي، د ترسره شویو اروزنو په رڼا کې به په راتلونکو ۳ میاشتو کې د خپلو ملي روغتیايي برنامو د دوباره انسجام په برخه کې چې زموږ عمده موخې دي، اقدام وکړو.